
د انګلستان او پاکستان ترمنځ ټسټ سیالي؛ انګلستان چټکه لوبه پیل کړې
د انګلستان او کوربه پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېوو ټسټ سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ سیالي کې انګلستانۍ لوبډلې د پاکستان پر وړاندې شل اووره سیالي پیل کړې ده.

د انګلستان او کوربه پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېوو ټسټ سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ سیالي کې انګلستانۍ لوبډلې د پاکستان پر وړاندې شل اووره سیالي پیل کړې ده.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوه ځانمرګي برید له امله د پولیسو د یوه افسر په ګډون درې کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې حنا رباني کهر په مشري به یو پلاوی سبا سهشنبه کابل ته راشي.

یوشمېر رسنیو راپور ورکړی چې د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان کې د کېدونکو ټسټ لوبو پر مهال یادې لوبډلې ته د خوړو چمتوو کولو لپاره ځانګړی اشپز ګومارلی دی.

پاکستاني رسنیو نن (سهشنبه د لیندۍ لومړۍ) راپور ورکړی چې پرون دوشنبه د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا په سوېل ټانګ سیمه کې د پاکستان د پوځ د موټرو پر یوه کاروان ځانمرګی برید شوی دی.

د پکتیا له بېلابېلو ولسوالیو څخه سلګونه کسانو نن په ډنډپټان ولسوالي کې د پاکستان پر ضد لاریون کړی چې لا هم روان دی. دغه لاریون په یاده ولسوالي کې د پاکستاني ملېشو له لوري د ملکیانو پر کورونو د بریدونو په غبرګون کې شوی دی. لاریون کوونکو پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي او له دغه هېواد یې غوښتي چې له خپل تیري لاس واخلي.

د پکتیا د حوزوي روغتون رییس ډاکټر نصیراحمد رحماني سلاموطندار ته ویلي چې د ډنډپټان ولسوالي اړوند د ډیورنډ پر فرضي کرښې له شوې جګړې یو جسد او یو ټپي دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.

په پاکستان کې یوشمېر افغان کډوال اندېښنې ښيي چې له یوې خوا یې د ویزو موده پوره شوې او بلهخوا یې دغه هېواد نه ورته نوې کوي، خو پولیس یې بیا هڅه کوي چې ویې نیسي. دوی غوښتنه کوي چې ملګري ملتونه، امریکا، اروپايي او نور هېوادونه باید لاس پهکار شي، څو په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو برخلیک روښانه او یادو هېوادونو ته ولاړ شي.

د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستانۍ ملېشو پرون غرمه د کندهار په سپینبولدک کې د ډیورنډ پر فرضي کرښې لګېدلې دروازې سره د لنډمهال لپاره جګړه وکړه.
د دې پېښې یوه عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې یوه کس د اسلامي امارت ځواکونو په جامه کې پر پاکستانۍ ملېشو برید وکړ.

د انکلستان د کرېکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا په کوربهتوب د کرېکټ شل اووره نړیوال جام په پایلوبه کې پاکستان ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه او د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام اتلولي یې وګټله.

پاکستان او د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې سبا یکشنبه له ۳۰ کلونو وروسته د اسټرالیا په کوربهتوب د کرېکټ شل اووره نړیوال جام په پایلوبه کې لوبېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي.
امیرخان متقي په دې کتنه کې د پاکستان سفیر ته ویلي چې افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو ناسم چلن د دواړو هېوادونو په زیان دی.

پاکستان کې د افغانستان د سفارت چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د کراچۍ ښار له یوه زندان ۳۰ هغه افغان کډوال چې د قانوني اسنادو د نه لرله له کبله پولیسو بندیان کړي وو، د دوی په هڅو بېرته خوشې شوې دي. باختر خبري اژانس نن سهشنبه د لړم ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه افغان کډوال د کراچۍ له یوه زندانه خوشې شوي او بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

د کرېکټ نړیوال جام د نن ورځې له حیرانونکو لوبو وروسته پاکستان لوبډلې د روان کرېکټ شل اووره نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

پاکستاني رسنیو نن یکشبنه د لړم ۱۵مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف یوې خبري ناسته کې د عمرانخان هغه تورونه رد کړي چې ګواکې پر نوموړي شوي برید کې د ده او پوځي چارواکو لاس وو.

د کرېکټ شل اووره نړیوال جام په روانو سیالیو کې نن د پاکستان لوبډله بریالۍ شوه چې د ۳۳ منډو په توپیر سوېلي افریقا ته ماته ورکړي.