
د شل اووره سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ؛ نیوزیلنډ بنګلدېش مات کړ
د پاکستان، بنګلدېش او کوربه نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په پیل شویو درې اړخیزه شل اووره سیالیو کې نن نیوزیلنډ لوبډلې بنګلدېش ته په اتو وېکټو ماته ورکړه.

د پاکستان، بنګلدېش او کوربه نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په پیل شویو درې اړخیزه شل اووره سیالیو کې نن نیوزیلنډ لوبډلې بنګلدېش ته په اتو وېکټو ماته ورکړه.

د افغانستان په چاروکي د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق نن یکشنبه د تلې ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې پاکستان هره ورځ له افغانستان څخه دغه هېواد ته له درې تر ۴۰۰ لارۍ تازه رومیان او پیاز واردوي.

د پاکستان د سند ایالت د جمشورو ولسوالي په منجهنډ سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال یوولس کسان مړه شوي او ۱۳ ټپیان دي.

پاکستان کې د ټيټيپي یا (تحریک طالبان پاکستان) وروستیو بریدونو ته په پام د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د یادې ډلې د بریدونو زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

د پاکستان د طالبانو تحریک نن سهشنبه د تلې ۱۲مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پېښور په متڼو تاڼې سیمه کې یې پرون دوشنبه د پاکستان د پوځ د موټرو پر یوه کاروان برید کړی او د یوه مېلشه په ګډون یې درې پوځیان وژلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر «اېسجې شنکر» د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ د دغه هېواد په وډوډارا ښار کې د یوې غونډې پرمهال ویلي چې پاکستان په نړیواله ترهګرۍ کې لاس لري.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد محکمې د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر عمرانخان د نیولو امر کړی دی.

د بلوچستان د بېلتونپاله بلوڅو (بياِلای) د پوځ ویاند آزاد بلوڅ ادعا کوي چې د پاکستان پنځه پوځیان یې وژلي دي.
د نوموړي په وینا، ځواکونو یې پرون جمعه د بلوچستان ایالت په «کوهلوای» سیمه کې د پاکستان د استخباراتو یو پټنځای الوځولی دی.

په کندهار کې سوداګر وایي، د سپینبولدک-چمن پر سوداګریزه لاره پاکستاني چارواکي په یوه او بله پلمه دوی ته ستونزې جوړوي چې دې چارې یې پر سوداګرۍ اغېزه کړې ده. افغان سوداګرو همداراز وايي چې پاکستانی لوری تر ډېره دغه ستونزه هغه مهال رامنځته کوي چې دغه ولایت کې د تازه مېوو د حاصلاتو د راټولولو وخت وي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، پاکستاني چارواکي دې له داسې څرګندونو ډډه وکړي چې له امله یې د افغانستان حیثیت ته پهکې زیان رسېږي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال نن کابل کې د «ګرځندوی نړیوالې ورځې» په نمانځغونډه کې وویل، پاکستان له امریکا د افغانستان پر فضا له ګرځېدونکې هرې بېپېلوټه الوتکې میلیونونه ډالر اخلي. نوموړی زیاته کړه داسې ویډیوګانې په لاس کې لري چې د امریکا بېپېلوټه الوتکې له کوم ځایه او له کومې لارې د افغانستان فضا ته ننوځي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د ترهګرو ډلو ځالې له لسیزو راهیسې پاکستان کې دي.
د پاکستان لومړي وزیر پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د وینا پرمهال ویلي و چې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري او دغه هېواد یې په مرکز بدل شوی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو سازمان په ۷۷مه کلنۍ غونډه کې د وینا پرمهال افغانستان کې د ترهګرو ډلو له فعالیت څخه اندېښنه وښوده.
نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې چې افغانستان کې القاعده، ټيټيپي، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي جنبش فعالیت لري.

له ۲۰۰۵ کال راپدېخوا نن د انګلستان کرېکت ملي لوبډله په لومړي د پاکستان کراچۍ ښار کې د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
دغه سیالي به د پاکستان پر وخت نن شپه ۷:۰۰ بجې پیل شي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، نړۍ باید افغانستان کې د وضعیت ښهوالي په موخه له یوه بل سره همکاري وکړي او افغانستان باید له پامه ونه غورځول شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن جمعه د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې کړي دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز یوه برخه شي.