بهرنیو چارو وزارت: د جیش محمد ډلې مشر افغانستان کې نشته

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستانۍ جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ته یې په افغانستان کې پناه نه ده ورکړې.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څو شېبې مخکې پر ټویټر لیکلي چې ا.ا په افغانستان کې د هېڅ هېواد مخالفو وسله‌والو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
نوموړي په دې اړه خپاره شوي راپورونه هم رد کړي دي.

پکتیا کې د ا.ا او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي نن چهارشنبه د وږي ۲۳مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده. بلال کریمي زیاته کړې چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د ډیورنډ کرښې ته نږدې پوسته جوړه کړي، خو د ا.ا ځواکونو یې مخه نیولې چې په پایله کې یې د دواړو لوریو ترمنځ نښته شوې ده.

سیګار: د افغانستان ګاونډیو دغه هېواد سره سوداګري محدوده کړې

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار د دغه هېواد کانګرېس ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان ګاونډیو د ځینو اندېښنو له کبله دغه هېواد سره خپله سوداګري او ټرانزیټ محدود کړی. سیګار په دغه راپور کې ویلي، د ا.ا له واکمنېدو راهیسې افغانستان ته د توکو د لېږد رالېږد کچه له ۴۰ تر ۵۰سلنې کمه شوې ده.

پاکستان په یوې ویکټې لوبه وګټله

افغانستان د اسیا کپ شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې نن له پاکستان سره مخامخ شو چې د دواړو لوریو ترمنځ تر سختې سیالۍ وروسته پاکستان دا لوبه په یوې ویکټې وګټله.

افغانستان د پاکستان لپاره د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه

افغانستان د اسیا کپ شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې نن له پاکستان سره مخامخ شو.
په دې لوبه کې پچه پاکستان وګټله او افغانستان ته یې د توپ‌وهنې بلنه ورکړه. افغانستان د شل‌ اورونو په لوبولو او شپږو ویکټو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

پاکستان اسلامي امارت ته: نور پر موږ نیوکې ونه کړئ!

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اسلامي امارت له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې نور دې د پر دوی نیوکې نه کوي او د دواړو هېوادونو پخوانیو اړیکو ته دې زیان نه رسوي.
د پاکستان اېکسپرېس ټریبون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د شهباز شریف حکومت له اسلامي امارت څخه غوښتي چې نور پر اسلام‌اباد ښکاره نیوکې ونه کړي. راپور زیاتوي چې اسلام‌اباد د اسلامي امارت چارواکو له رسمي او توندو نیوکو سره د مخامخېدو تمه نه لري.

پاکستان د ملا یعقوب څرګندونې د افسوس وړ بللي

د پاکستان حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد وروستیو څرګندونو ته چې ویلي و، د افغانستان پر فضا ګرځېدونکې بې‌پېلوټه الوتکې له دغه هېواد راځي، غبرګون ښودلی او د نوموړي دغه څرګندونې یې د افسوس وړ بللي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا ډول تورونه د ډيپلوماټیک چلن له معیارونو څخه سرغړونه او د افسوس وړ دي.

هند په اسیا کپ سیالیو کې پاکستان مات کړ

د اسیا کپ د روانو سیالیو دویمه لوبه نن د هند او پاکستان ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې وشوه. هند او پاکستان په کرېکټ کې تل یو د بل سرسخت سیالان بلل کېږي.
هند د دې لوبې پچه وګټله او پاکستان ته یې د منډو کولو بلنه ورکړه چې پاکستان د خپلو ټولو لوبغاړیو په سوځېدو سره په شلم اوور کې هند ته د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه. دا د اسیا کپ دویمه سیالي وه.

د افغانستان پر فضا ګرځېدونکې بې‌پېلوټه الوتکې له پاکستانه پورته کېږي

د دفاع وزارت مسوولان وايي، پاکستان د امریکا هغو بې‌پېلوټه الوتکو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی چې وخت ناوخت د افغانستان پر فضا څار کوي.

د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، هغه بې‌پېلوټه الوتکې چې د افغانستان پر فضا ګرځي، پاکستان څخه راپورته کېږي.