ولسمشر: د افغانستان د ورانۍ لپاره پردیو طرحو ته نه تسلیمېږو

ولسمشر غني نن په ارګ کې د ملي بیرغ ورځې د نمانځنې په غونډه کې وویل، هېڅکله به د پردیو هغو طرحو ته تسلیم نه شي چې له هېواده بهر جوړېږي او غواړي افغانستان د جګړې پر ډګر بدل کړي.
هغه له طالبانو وغوښتل، که ملي ګټو ته ژمن وي، د هېواد د ورانۍ لامل دې نه کېږي.

یوناما طالبانو ته: که جګړه بس نه کړئ؛ منزوي به شئ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبرا لاینز په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ غونډې ته په وینا کې وویل چې په وروستیو میاشتو کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې اصلي عاملان وسله‌وال طالبان دي او که چېرته دغه ډله له جګړې لاس وانخلي، منزوي به شي. مېرمن لاینز وایي چې دوی د ملکیانو پر وړاندې د طالبانو ټولې کړنې تر څار لاندې نیولي دي.

امریکا افغان کډوالو او د ځانګړو ویزو غوښتونکو سره ۳۰۰میلیونه ډالره مرسته وکړه

 سپینې ماڼې په یوې خپرپاڼه کې ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوو ځانګړو فرمانونو په ترڅ کې په افغانستان کې د افغان کډوالو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې د غوښتونکو د چارو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي. د سپینې ماڼې د خبرپاڼې له مخې، دغه دوه فرمانونه پرون ورکړل شوي دي.

سره صلیب په شپږو میاشتو کې د نږدې ۵۰ زره ټپیانو درملنه کړې

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې یې د روان زېږديز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۴۹ زره او ۵۰۰ ټپیانو درملنه کړې ده.
دغه بنسټ د ملکیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او افغانستان یې د ملکیانو لپاره یو تر ټولو خونړی هېواد بللی دی.

د پاکستاني چارواکو د څرګندونو پر وړاندې د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر نن له خپل پاکستاني سیال شاه‌محمود قریشي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د یاد هېواد د کورنیو چارو د وزیر څرګندونې دوه‌اړخیزو اړیکو او د څېړنو اعتبار ته سخت زیان رسوي.
نوموړي په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور قضیې په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونې نامسلکي او له وخته مخکې بللې دي.

عمران خان د افغان سفیر د لور تښتوونکو د نیولو لپاره ۴۸ ساعته وخت ټاکلی

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی، څو په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور تښتوونکي ونیسي. ناپېژنده کسانو د تېرې جمعې په ورځ په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور سلسله علي‌خېل په اسلام‌اباد کې له یوه سوداګریز مرکز څخه وتښتوله او له شکنجې وروسته یې بېرته راخوشې کړه.

طالبان ترکیې ته: که اشغال ته دوام ورکړئ، پروړاندې مو درېږو

طالبانو په افغانستان کې د ترکي سرتېرو د پاتې کېدو پر وړاندې مخالفت ښودلی دی. په اعلامیه کې لیکل شوي چې ترکي چارواکو د امریکا په غوښتنه او هوکړه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پرېښودو پرېکړه کړې ده. دغې ډلې ویلي چې افغانستان او ترکیه مذهبي، تاریخي او کلتوري اړیکې لري او باید پر خپله پرېکړه بیاکتنه وکړي.

ولسمشر طالبانو ته: ژمنه وکړئ چې د ډیورنډ کرښه به په رسمیت نه پېژنئ

ولسمشر محمداشرف غني چې نن سهار د خوست هوايي ډګر د پرانېستې ترڅنګ، د دغه ولایت د عمومي وضعیت ارزونې په موخه خوست ته تللی وايي، طالبان سوله نه غواړي او د پردیو لپاره جګړه کوي. هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل، که افغانان یاست، د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت مه پېژنئ او سړکونه، د اوبو بندونه او نور عامه بنسټونه هم مه نړوئ.

جو بایډن: افغان حکومت سقوط نه کوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي چې افغان حکومت سقوط نه کوي او له ځواکونو نیولې تر تجهیزاتو د نظام ساتنې لپاره ټول لازم ظرفیتونه لري. بایډن دا څرګندونې بېګاه په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.
هغه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ويلي چې افغان حکومت ۳۰۰ زره مجهز وسله‌وال ځواک لري او د طالب جنګیالیو شمېر هم ۷۵ زرو ته رسېږي.

ملګرو ملتونو له بدنام نوملړ څخه د افغانستان د ملي پولیسو نوم اېستلی

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو له لوري د دغه بنسټ اړوند له شرموونکي نوملړ څخه د افغانستان د پولیسو د نوم له اېستلو څخه هرکلی کړی دی. دغه نوملړ کې د ملي پولیسو نوم د پولیسو په لیکو کې د ماشومانو د ګومارنې له امله اضافه شوی و.

امریکا په کابل کې خپل سفارت پرېږدي؛ وال‌سټرېټ ژورنال خبر ورکړ

وال‌سټرېټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکايي چارواکو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو له کبله چې ښايي د دغه هېواد د سرتېرو، ډیپلوماټانو او نورو وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړي، په کابل کې د خپل سفارت د پرېښودو پر څرنګوالي کار پیل کړی دی.

عبدالله: طالبانو د افغانستان پایښت له ګواښ سره مخ کړی

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د دغې شورا د مشرتابه کمېټې شپږمې غونډې ته په وینا کې وویل چې د سولې په مذاکراتو کې د طالبانو بې‌ځایه وخت تېرول د دې لامل شوي، څو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړه زیاته شي او دغې مسلې د افغانستان پاښت له ګواښ سره مخ کړی دی.

المان په افغانستان کې خپل ۲۰کلن پوځي ماموریت پای ته ورساوه

 د المان د دفاع وزیر انه‌ګرت کرامپ کارن‌باوئر ویلي چې له افغانستان څخه یې ټول الماني سرتیري اېستلي او په دغه هېواد کې یې خپل ۲۰کلن ماموریت پای ته رسولی دی. په افغانستان کې د المان د وروستیو دوه لسیزو پوځي حضور د دغه هېواد تر ټولو مرګونی ماموریت ګڼل شوی دی.

شاوخوا ۶۰۰ امریکايي سرتېري د ډیپلوماټانو د امنیت لپاره افغانستان کې پاتې کېږي

یو امریکايی ډيپلوماټ وايي، هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سفارت د امنیت ساتنې په موخه شاوخوا ۶۰۰ سرتېري په دغه هېواد کې پرېږدي. دغه ډيپلوماټ ټینګار کوي چې ټول د افغان سولې پروسې د دوام په اړه ناهیلي دي او امریکا هڅه کوي چې د خپلو سیمه‌ييزو شریکانو په مرسته طالبان خبرواترو ته اړ کړي.