
د خبریال ملي ورځ؛ نی په یونیم کال کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ۲۸۶ پېښې ثبت کړي
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی وايي، هېواد کې یې د ا.ا د واکمنېدو راهیسې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۸۶ پېښې ثبت کړي چې ۳۰ هغه یې په وروستۍ نږدې یوه میاشت کې ثبت شوې دي. د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې د هغوی د وهلو ډبولو، سپکاوي او په خپل سره د نیولو او بندي کولو دي.