د ۲۰۹ شاهین قولاردو د دویمې لوا مسوولان وايي، پاکستاني وسلهوالو له طالبانو سره یوځای غوښتل چې د جوزجان مرکز شبرغان ښار ونیسي، خو ناکام شول. د دوی په وینا، هره ورځ په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو له کبله له ۲۰ تر ۴۰ طالبان وژل کېږي.
د ۲۰۹ شاهین قولاردو د دویمې لوا قوماندان عبدالغني نظامي وايي، د شیخ مطیعالله په نوم یوه پاکستاني متقاعد جنرال له طالبانو سره یوځای غوښتل چې د جوزجان مرکز ونیسي، خو په وینا یې، ناکام شو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وايي، که څه هم طالبانو د جوزجان د نیولو لپاره سخت ډلهييز بریدونه وکړل، خو مات شول او هره ورځ د خپلو وسلهوالو جسدونه او ټپیان نورو ولسوالیو او ولایتونو ته لېږدوي. نوموړی زیاتوي، د شته شمېرو له مخې، په وروستیو دوو میاشتو کې یې ۷۰۰ طالبان وژلي او ۵۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.
- محب: له پاکستان سره مو اړیکې اوس هم ښې نه دي
- سراج: د داعش ډلې ۶۰ سلنه غړي پاکستانیان دي
- افغان حکومت پاکستان ته: د سولې ویجاړوونکي په افغانستان کې د وینې تویوونکي دي
- د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی د سلا مشورې لپاره پاکستان ته تللی
په همدې حال کې عبدالرشید دوستم ته اړوند محلي قوماندانان وايي چې د طالبانو پر وړاندې مبارزې لپاره د جګړې لومړۍ کرښې ته تللي او پاکستانی متقاعد جنرال شیخ مطیعالله چې د جوزجان د نیولو لپاره یې طالبان تنظیمول، ناکام شول او اوس د جګړې وسه نه لري.
د دوی له ډلې یو قوماندان محمدصابر وايي، طالبانو په وروستیو څو اوونیو کې له افغان ځواکونو سره د جګړې توان بایللی او امنیتي او دفاعي ځواکونو ترې ګڼشمېر سیمې نیولې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.