له هغه وروسته چې طالبانو کابل ونیوه، د ګڼشمېر هېوادونو سفارتونو خپلې چارې درولي او د امریکا او بریټانیا په ګډون ځینو هېوادونو بیا خپل کارکوونکي او سفارتونه له هېواده اېستلي دي.
خو روسیه، چین، ایران او پاکستان هغه هېوادونه دي چې خپلو کارونو ته يې دوام ورکړی او ویلي يې دي چې د خپلو سفارتونو د تړلو پلان نه لري.
د نړیوالو اړیکو څېړونکي وايي چې د سفارتونو تړل کېدل به پر سیاسي او ټولنیزو برخو ښه اغېزه ونه لري او له نړۍ سره د اړیکو نه لرل به افغانستان منزوي کړي.
د نړیوالو اړیکو شنوونکی سیدباقر محسني پر دې باور دی چې د طالبانو له لورې د یواړخیز حکومت جوړېدل به د نړۍ له هرکلي سره مخ نه شي او تړلي سفارتونه به هم بېرته خلاص نه کړي.
- مجاهد: طالبان له امریکا سره د دیپلوماتیکو اړیکو رامنځ ته کول غواړي
- جو بایډن: له افغانستان څخه وتل غوره پرېکړه وه
- د ۱۰۰هېوادونو خبرپاڼه: افغانانو ته د سفر اسنادو د ورکړې لړۍ ته دوام ورکوو
طالبان بیا وايي، هغه سفارتونه چې کابل کې فعال دي، امنیت يې د دې ډلې د ځانګړو نظامي قطعاتو له لوري نیول شوی دی.
یو طالب ویاند بلال کریمي وايي چې په دې برخه کې یې هڅې پیل کړي، څو د نړۍ اندېښنې لرې او هغه سفارتونه بېرته فعالیت پیل کړي چې اوس يې درولی دی.
په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له کبله ځینو هېوادونو د خپلو خلکو او کارکوونکو د ایستلو لپاره سفارتونه د کابل هوايي ډګر ته ولېږدول. امریکا او بریټانیا بیا هغه هېوادونه وو چې تر نورو وروسته یې خپل ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستانه واېستل او سفارتونه یې هم وتړل.