د ماشومانو خوندیتوب اداره وايي چې افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا، روانې وچکالۍ او د اوکراین جګړې د اغېزو له امله په دغه هېواد کې ۹.۶ میلیونه ماشومان هره ورځ په لوږه تېروي.
دغه سازمان پرون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د وګړو ژغورنې لپاره په لنډ وخت کې بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا ده، خو دغه مرستې افغانستان کې د لوږې له ناورین سره د مقابلې لپاره بسنه نه کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان زیاته کړې چې که څه هم د وروستیو میاشتو پرمهال افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره د پام وړ مرستې شوې دي، خو د دغه هېواد ۱۹.۷ میلیونه ماشومان او لویان چې ۵۰سلنه نفوس جوړوي، لا هم د خوړو لپاره څه نه لري او د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.
د دغه سازمان د راپور پربنسټ، یوازې د مارچ میاشتې څخه تر مې پورې، ۲۰۰۰۰ کسان له قحطۍ سره مخ شوي دي.
په راپور کې همداراز راغلي چې افغان ماشومان د نړیوالې ټولنې له لوري د دغه هېواد د شتمنیو د کنګلېدو له امله د دوی د سیاستونو بار زغمي، په داسې حال کې چې لوږه، وزګارتیا، او د خوراکي توکو بیې په کمساري توګه لوړې شوي او کورنۍ یې اړ کړي چې د خپلو اولادونو د خوراک لپاره ناهیلې کړنې ترسره کړي.
- لوېدیځو ولایتونو کې د کارګرو ماشومانو ډېرېدل؛ بېوزلۍ له زدهکړو محروم کړي
- د ماشومانو د ساتنې اداره: ۸۰ سلنه افغان نجونې له زده کړو بې برخې دي
- یونیسف: پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي بریدونو کې ۲۰ ماشومان وژل شوي
د ماشومانو د ملاتړ صندوق د اړیکو مدیره اتنا ریبورن ویلي: «زموږ د روغیتا برخې کارکوونکي هره ورځ د هغو ماشومانو درملنه کوي چې زمونږ د سترو پر وړاندې یې له لاسه ورکوو؛ ځکه دوی په ورځ کې یوازې یو ځل خواړه خوري. افغانستان کې ماشومان له جګړې پرته ژوند نه پېژني، اوس د دې وخت نه دی چې نړۍ افغان ماشومانو ته شاه کړي.»
د ماشومانو د ملاتړ صندوق د اړیکو مدیرې زیاته کړې، که څه هم وړاندیدوینه کېږي چې ۱۸.۹ میلیونه ماشومان او لویان به له جون تر نوامبر میاشتې پورې خوراکي توکو ته اړتیا پیدا کړي، خو یوازې د ۳.۲ میلیونه کسانو د ملاتړ لپاره بودیجه شتون لري.
د نوموړې په وینا، اوکراین ته د نړۍ د پام اوښتل د دې لامل شوي چې افغانستان کې پر وخت د لوږې ناورین ته د رسېدو لپاره هڅې راکمې شي.
واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو راوروسته، هېوادوال ورځ تر بلې زیاتېدونکې لوږې او اقتصادي ناورین سره مخ دي.
دغه وضعیت په داسې حال کې په خرابېدو دی چې نړۍ د لوږې له ستر ناورین سره لاس او ګرېوان ده. اټل کېږي چې په نړۍ کې شاوخوا ۴۴ میلیونه ماشومان او لویان د لوږې په درشل کې دي.