د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر له را رسېدو سره سم له خلکو غواړي چې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره دې د اختر په ورځو کې یو د بل کورونو ته تګ‌راتګ نه کوي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که څه هم په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو کچه، پر دغه ویروس د اخته کېدونکو کسانو او له کبله یې د مړینې کچه کمه شوې، خو د خلکو بې‌غوري به بیا وضعیت خراب کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی خبرداری ورکوي، که خلک د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې او لارښوونې په پام کې ونه نیسي، پر کورونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر او له کبله یې د مړینې کچه لوړه شي.



هرات، خوست، پکتیا، تخار، زابل، فراه، فاریاب  او غور هغه ولایتونه دي چې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په‌کې ثبتېږي او وضعیت یې بیړنی بلل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، سره له دې چې د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې برخه کې د پام وړ اقدامات په پام کې نیول شوي، خو په ګڼ‌شمېر روغتونونو کې داسې ناروغان هم شته چې درملنه یې سخته ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي، اوس د هېواد روغتونونه له ۵۰ تر ۸۰ سلنې ډک دي او که د کورونا څلورمه څپه په درېیمې هغې پسې ژر راشي، ښايي له اختر وروسته مو روغتونونه پر ناروغانو دومره ډک شي چې ان د درملنې وسه به یې هم ونه لرو.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د کورونا ویروس پر وړاندې د خلکو بې‌غوري به افغانستان د دغه ویروس له څلورمې څپې سره مخ کړي او په خبره یې، په اوسنیو شرایطو د څلورمې څپې راتلل به د روغتیا سکټور له سخت ګواښ سره مخامخ کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام