د راپورونو پر اساس له تېرو څلیرویشت ساعتونو راهیسې پر امنیتي پوستو او مرکزونو د وسلهوالو طالبانو د بریدونو له امله دغې ډلې د بدخشان کشم، تګاب، وردوج، درایم، یفتل پایین، تیشکان او شهرک ولسوالیو سربېره د تخار ولایت کلفګان ولسوالي هم نیولي دي.
په بدخشان کې یوه محلي سرچینه وایي، د طالبانو له لوري په یوشمېر ولسوالیو کې مېشت افغان امنیتي سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي، په داسې حال کې چې یوشمېر نور سرتېري بیا د بدخشان اړوند نورو ولسوالیو ته تللي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلاموطندار ته وایي چې نېږدې ۱۰۰ امنیتي ځواکونه د بدخشان په ارغستان ولسوالي کې د طالبانو تر کلابندۍ لاندې دي.
که څه هم د طالبانو یو ویاند ذبیحالله مجاهد په بدخشان کې د نیولو شویو او کلابندو سرتیرو په اړه څه نه وایي، خو په خپل ټويټرپاڼه کې یې لیکلي چې دغه شمېر ولسوالۍ یې له ټولو پوځي تجهیزاتو سره نیولي دي.
به ورته مهال له تخار څخه هم خپاره شوي، راپورونه وايي چې د دغه ولایت کلفګان ولسوالي د طالبانو له لوري نیول شوې ده.ز د دغه ولایت اوسېدونکي د امنیت د ټينګښت په برخه کې د حکومت په کړنو نیوکه او د تخار د امنیتي وضعیت له خرابوالي څخه اندېښنه ښيي.زپه تخار ولایت کې مدني فعال محرابالدین سیزر وایي، د دغه ولایت ۱۳ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي او که حکومت په دې اړه اقدام ونه کړي، تخار به د طالبانو لاس ته ولوېږي.
- د ولسي پاڅونوالو د اختلافاتو له امله طالبانو د تخار رستاق ولسوالي نیولې
- په تېره یو شپه او ورځ کې طالبانو د تخار شپږ ولسوالۍ نیولي
- د تخار ینګيقلعه، چال او هزارسموچ ولسوالۍ طالبانو ته پرېښودل شوي
هغه زیاته کړه: َ« تخار د سقوط له ګواښ سره مخ دی، د کندوز=بدخشان لاره تړلې او دواړو لوریو ته اوسېدونکو اندېښنې ډېرې شوي او د وتلو لار هم نه لري، د حکومت له مرکزي چارواکو څخه مو غوښتنه دا ده چې د تخار اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي، ګنې یو لوی ناورین به رامنځ ته شي.»
په همدې حال کې د تخار د والي ویاند حامد مبارز په دغه ولایت کې د ولسوالیو د نیولو او د امنیتي وضعیت د ښه کولو په اړه خبر ورکوي.زهغه وویل: «مونږ د ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره پروګرامونه تر لاس لاندې لرو، د تخار اوسېدونکو ته ډاډ ورکوو چې په دې اړه اندېښنه ونه کړي، هغه امکانات او د ولسي پاڅونوالو او د امنیتي ځواکونو ترمنځ د شته همږۍ له امله به تخار کې بدلون رامنځ ته شي او دغه ځواکونه د دغه ولایت د دفاع وړتیا لري.»
له ډېرو هڅو سره-سره بیا هم بریالي نه شو چې د امنیتي ځواکونو د ویاندویانو نظر هم له ځان سره ولرو.
په شمال او شمال ختیځ ولایتونو کې د جګړو د لمن د پراخېدو سره هممهاله د دغه ولایتونو د اوسېدونکو اندېښنه هم ډېرې شوي دي. په ورته مهال د طالبانو له لوري د جګړو پراخېدل د دې لامل شوي چې ګڼشمېر کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شي.