په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو او د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله د بېلابېلو برخو ترڅنګ پوهنیز نظام هم اغېرمن شوی دي. په کابل کې د یوشمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولان وایي چې د دوی زده‌کړیالان د پام وړ راکم شوي دي.

د سلام پوهنتون رییس داکتر مصباح الله عبدالباقي سلام‌وطندار ته وویل چی وروستي تحول په پوهنتونونو او زده‌کړیالانو اغېز کړی او زده‌کړیالانو خپله انګېزه له لاسه ورکړې ده. دی وايي چې هېوادوال له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي چې له کبله یې په خصوصي پوهنتونونو کې د زده‌کړیالانو کچه د پام وړ راکمه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عبدالباقی زیاتوي چې د اسلامي امارت په سپارښتنه د نجونو او هلکانو درسي ټولګي جلا شوي او د هېوادوالو اقتصادي وضعیت ته په کتو په فیس کې له ۴۰ تر۵۰ سلنې کموالی راغلی، خو بیا هم زده‌کړیالان پوهنتونونو ته نه ورځي.

دغه راز په کابل کې د غالب پوهنتون مرستیال محراب علی صفدري په خصوصي پوهنتونونو کې د زده‌کړیالانو د کموالي نور لاملونه له هېواده د ځوانانو تېښته او پر راتلووني د ځوانانو نا باوري په ګوته کوي.

په همدی حال کې د خصوصي پوهنتونونو یوشمېر زده‌کړیالان هم دا مني چې ډېرو محصلینو زده کړې پرېیښي دي. دوی له لوړو‌ زده کړو وزارت او نورو اړونده بنسټونو غواړي چې د فیسونو کموالي لپاره لارې چارې ولټوي، کنې د دوی په وینا، ډېری ځوانان به له لوړو‌زده کړو محروم شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د سلام‌وطندار د خصوصي زده کړه‌ییزو کورسونو په اړه چمتو شوي رپوټ کې راغلي وو چې د دغو زده‌کړه‌ییزو مرکزونو زده کوونکي هم ۵۰ سلنه راکم شوي چې اصلي لامل یې اقتصادي کمزورتیا په ګوته شوې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام