د پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو په ګډون د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هم تېر کال پر همدې ورځ یوې مرګونې زلزلې د سلګونه کسانو ژوند واخیست او د هستوګنې ګڼ‌شمېر کورونه یې ویجاړ کړل.

زلزلې ډېر ځاني او مالي زیانونه د پکتیکا ګیان ولسوالي کې اړولي چې  اوسېدونکي یې د یوه کال په تېرېدو شکایت کوي چې لا هم په خېمو کې ژوند کوي او دوی ته د سرپناه جوړېدو په تړاو شوې ژمنې نه دي عملي شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ګیان ولسوال یو‌شمېر زلزله ځپلي سلام‌وطندار ته وايي چې یاده ولسوالي کې د ځینو مرستندویه بنسټونو له لوري زلزله ځپلو ته کورونه جوړ شوي، خو په وینا یې، ګڼ‌شمېر کورنۍ اوس هم په خېمو او د تل‌خونو کې شپې او ورځې تېروي.

د ګیان یو اوسېدونکی ګل‌روف چې له تېر یوه کال راهیسې د سرپناه نشتون له امله په خېمه کې ژوند کوي، وايي، ژمي کې د سړې هوا او اوس د ګرمۍ له امله په ستونزو کې دی.

که څه هم ځینو مرستندویه بنسټونو ګیان ولسوالي کې زلزله ځپلو ت د سرپناه جوړولو ژمنه کړې، خو د ګل‌روف په وینا، تراوسه یې د رغېدو چارې نه دي پیل کړي او هغه خېمې چې یې ورکړي، د بادونو له کبله له‌منځه تللي دي.

هغه وویل: «زموږ سره یو‌ان‌ایچ‌سي‌ار قول کړی و کورونه یې لیکلي و که څه هم هغه کم و، خو دغه دی یو کال وشو چې موږ ته یې هېڅ شی هم نه دی جوړ کړی. موږ په ژمي کې یخ او اوس لمر ته پراته یو سرپناه مو هم نشته دغه خیمې دي، هغه هم اوس نیمې شکېدلې او نیمې بادونو یوړې. زموږ ډېر زیات ضرورت دی چې موږ ته دا کورونه جوړ شي او موږ ته داسې یو څه راکړل شي چې راتلونکی ژمی، خو پکې تېر کړو. موږ له نړیوالو غواړو چې موږ ته دې د کورونو جوړولو کار ژر وشي.»

د پکتیکا ګیان او نورو څنګ لوریو ولسوالیو کې او ولایتونو کې د شوې زلزلې وروسته ګڼ‌شمېر مرستندویه بنسټونو او هېوادونو د مرستو اعلان کړی و، خو د ګیان ولسوالي اوسېدونکي وايي چې یادو مرستو یې ژوند کې بدلون نه دی راوستی.

د ګیان اوسېدونکی رحمین وايي چې یاده ولسوالي کې له زلزلې وروسته خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او په وینا یې، له زلزلې وروسته دې ولسوالي کې شته کاریزونه او ژورې څاه‌ګانې وچې شوې دي.

هغه وویل: «په دې کلي کې چې زلزله شوې ده شپیته ان تر اتیا کوره کلی دی په دې کې داژورې او لاسي څاه ګانې وې دا ټول وچ شوي دي په دې کې اوس د اوبو هیڅ طریقه نه کیږي موږ یې له لرې ځای نه په خرو یې راوړو یا هم لاسي ګاډو کې یې راوړلو او همدا شان په ماشومانو یې راوړو د اوبو ډېر زیات مشکلات دی.»

د ګیان ولسوالي محلي مسوولان هم تاییدوي چې دغه ولسوالي کې له شوې زلزلې د یوه کال په تېرېدو لا هم زلزله ځپلو ته له ژمنې سره سم کورونه او سرپناوې نه دي جوړې شوې.

د ګیان ولسوال فضل‌الرحمن بلال سلام‌وطندار ته وویل چې یاده ولسوالي کې د تېرکال زلزلې له امله د ویجاړو شویو کورونو له ډلې یې څه باندې ۲۵۰۰ کورونه د مرستندویه بنسټونو په همکاري بېرته رغول شوي دي.

فضل‌الرحمن بلال زیاتوي چې یاده ولسوالي کې د سرپناه نشتون له امله د تېر ژمي پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ځینو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي وویل: «جمله کورونه خو ټول ۷۴۶۱ کورونه دي چې ړنګ شوي، ټول تراوسه نه‌دي جوړ شوي او ۲۵۵۳ کورونه جوړ شوي او تکمیل شوي دي. نور دا ۴۹۰۸ کورونه دا بیخي له کار نه پاتې کورونه دي چې هېڅ کار ور باندې ندی شوی. خلکو تول ژمی په خېم کې تېر کړی چې د یخ له وجې هم مشکلات زیات و ډېر ماشومان، سپین ږیري او ډېرې زړې مېرمنې موږ په تېر ژمي کې له لاسه ورکړي دي.»

ورته وخت کې د پکتیکا والي مولوي فیض‌الله جمال وايي، زلزله ځپلو ته د سرپناه جوړولو لپاره یې د نړیوالو موسسو د راجلبولو هڅې پیل کړي.

نوموړي وویل: «کوشش دا کوو چې د ګیان ولسوالي ته همداشان برمل یا هم زیړوک ولسوالي ته په دې ټولو کې داسې نه چې یوازې په ګیان ولسوالي کې بلکې په ټولو ولسوالیو کې زموږ کوشش دا دی، هغه نړیوال موسسات دې لپاره راجلب کړو، کوشش مو په دې باندې روان دی چې خیریه بنسټونه هغه که نړیوال دي یا داخلي دي، هغه راجلب کړو چې له دوی سره کمکونه وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د تېر کال زلزلې له امله د پکتیکا ګیان او برمل ولسوالیو کې شاوخوا ۴۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړ چې پکې میرمنې، نارینه او ماشومان شامل وو او همداشان په لسګونه نور ټپیان شوي هم وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام