پروان کې یوشمېر معلولان او د شهیدانو د کورنۍ غړي شکایت کوي چې سږ کال یې خپل حقونه نهدي ورکړل شوي. د دوی له ډلې یو معلول عبدالسلام چې د جبلسراج ولسوالي اوسېدونکی دی وايي، د شهیدانو او معالولانو ریاست لهخوا ورته ویل شوي چې دې اداره کې د معلولیت امتیازاتو پر شرایطو برابر نه دی.
هغه نیوکه کوي چې اسلامي امارت د معلولانو د حقونو په ورکولو کې پاتې راغلی او اړتیا ده چې د اړمنو کسانو د تشخیص لپاره یوه کمیټه جوړه شي، څو عدالت تامین شي.
هغه وايي، د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست د ده په ګډون، ګڼشمېر نور کسان چې لاسونه او پښې یې نشته، د معلولانو له نوملړه اېستلي چې په وینا یې، ظلم ورسره شوی او پهکار ده چې دوی ته خپل حقونه ورکړل شي.
د پروان د بګرام ولسوالي اوسېدونکی شمعرېز چې ۸۰ کاله عمر لري، هم وايي چې د جمهوریت پر مهال یې د معلولانو حقونه اخیستل، خو اوس نه ورکول کېږي.
د نوموړي په وینا، د شوروي د یرغل پر مهال معلول شوی او اوس نه خپله کار کولای شي او نه هم ځوان سرپرست لري چې کور یې وچلوي. هغه وايي چې کار نهشي کولای او د کورنۍ غړیو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ برابرولو لپاره اړ دی چې سوالګري وکړي.
خو د پروان د شهیدانو او معلولانو چارو رییس عبدالاحد سعد د دغو ادعاوو د رد ترڅنګ وايي، د شهیدانو او معلولانو وزارت له لوري د ورکړل شوي طرزالعمل پر بنسټ، د اړمنو کسانو پر چاڼ کار کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سعد په خبره، هغو کسانو ته د معلولیت او د شهیدانو کورنیو ته امتیازات ورکوي چې دې پروسه کې اړمن وګڼل شي. نوموړی وايي، مخکیني حکومت کې ګڼشمېر خیالي کسان د معلولیت حقونو په سېسټم کې شامل شوي وو.
د پروان د شهیدانو او معلولانو چارو د ریاست مسوولان وايي، د شپږنیم زرو معلولانو له ډلې شاوخوا درې زره یې اړمن پېژندل شوي او پاتې نور د اړیکو او جعلي سندونو جوړولو له لارې دې پروسه کې شامل شوي وو. دوی زیاتوي چې معلولان یې پر درېوو کټګوریو وېشلي او هره میاشت له ۳۰۰۰ افغانیو نیولې تر ۸۰۰۰ پورې ورکوي.