د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، نړۍ باید افغانستان کې د وضعیت ښه‌والي په موخه له یوه بل سره همکاري وکړي او افغانستان باید له پامه ونه غورځول شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن جمعه د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شهباز شریف ټينګار کړی، که نړۍ داځل افغانستان هېر کړ، لویه تېروتنه به یې کړې وي.

د پاکستان لومړي وزیر همداراز ویلي چې نړۍ باید د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا لپاره کار وکړي او روان وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې د یاد هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي.

د پاکستان لومړي وزیر دې غونډه کې په ټینګار وویل چې پاکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی او دغه هېواد کې سوله پاکستان کې د امن او سولې په معنی ده.

نوموړي وویل: «هغه څه چې د افغانستان لپاره ښه دي، د پاکستان لپاره هم ښه دي»

شهباز شریف زیاته کړې چې د شانګهای همکاریو سازمان باید له افغانستان څخه له ترهګرۍ سره پر مبارزې سربېره په اقتصادي برخه کې هم ملاتړ وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي همداراز دې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله اوښتو زیانونو ته په اشارې سره وویل چې سېلابونو دغه هېواد ته ملیارډونه ډالر زیان اړولی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام