برښنا شرکت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ترکمنستان د انرژۍ وزارت یو پلاوی د برښنا رسونې پروژو په ځانګړي ډول د ټاپ پروژې د حقوقي او تخنیکي چارو د چټکتیا په موخه کابل ته راغلی دی.
برښنا شرکت ویلي چې د دغه شرکت مشرتابه د ترکمنستان د انرژۍ وزارت له پلاوي سره په کابل کې د برښنا رسونې د نويو پروژو په اړه درې ورځېنۍ ناسته نن پيل کړې ده.
د برښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس حافظ محمدامین غونډې ته وویل، ترکمنستان د برښنا رسونې پروژو په برخه کې د دغه شرکت یو له ښه همکارو هېوادونو څخه دی
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د برښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس هیله مند دی چې د ګډې تګلارې په رامنځته کېدو سره د برښنا رسونې پروژو په ځانګړي ډول د نورالجهاد سب سټېشن او ټاپ ( افغانستان او پاکستان ته د ترکمنستان برښنا د لېږد) پروژې چارې چټکتیا ومومي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او پاکستان لپاره د انرژي نړیوالو پروژو رییس مراد ارتیکوف افغانستان ته د دوی د سفر موخه د برښنا شرکت او ترکمنستان د انرژۍ وزارت ترمنځ د اړیکو ټینګښت یاد کړ. هغه ویلي، له برښنا شرکت سره په نېږدې همغږي او همکاري سره به د نورالجهاد سب سټېشن، ټاپ او اندخوی – کابل د انتقالي مزي چارې پرمخ یوسي.
برښنا شرکت ویلي، ټاکل شوې د افغانستان برښنا شرکت او ترکمنستان د انرژۍ وزارت بېلابېلې ډلې نن او د راتلونکې ورځو په ترڅ کې د یادو پروژو د حقوقي او تخنیکي مسایلو په اړه بحثونه وکړي او له هغې وروسته به دواړه لوري نوي تړونونه لاسلیک کړي.