په فراه کې د روږدو کسانو د درملنې د ۱۰۰ بستریز روغتون مسوول عبدالودود نیازی سلام‌وطندار ته وايي چې دوی د ناروغانو د زیاتېدو، د ځای، درملو او خوراکي توکو د کموالي له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د نیازي په وینا، دوی خپلې ستونزې له محلي او مرکزي چارواکو سره شریکي کړي او هڅه کوي چې ورته رسېدنه وشي.

د روږدو کسانو د درملنې د ۱۰۰بستریز روغتون مسوول وايي، له هغې ورځې چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړی، د دغه ولایت له ۷۰۰ زیاتو روږدو کسانو یاد روغتون ته د درملنې لپاره مراجعه کړې چې دوی ورته په یوه وخت رسېدنه نه شي کولای.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عبدالودود نیازي زیاته کړه: «تر یوه بریده د درملو په برخه کې ستونزې لرو، خو د روغتیا ریاست په ځينو برخو کې له شته درملو مونږ سره مرسته کوي. له خپل مرکزي دفتر او عامې روغتیا وزارت سربېره له مالیې وزارت سره هم په اړیکه کې یو، څو د ژمي تر راتلو زمونږ د لګښت پیسې، مونږ ترلاسه کړو.»

بل‌خوا یو‌شمېر هغه ناروغان چې تازه یې د فراه د روږدو کسانو د درملنې ۱۰۰بستریز روغتون او د یاد ولایت د درملنې نورو مرکزونو ته یې مراجعه کړې، وايي چې وضعیت ته یې په سمه توګه رسېدنه نه کېږي.

په همدې حال کې د فراه روغتیا ریاست مرستیال عبدالجبار شایق وايي، دوی د روږدو کسانو د درملنې ۱۰۰بستریز روغتون ټولو ناروغانو ته یو شان رسېدنه کوي او یوازې ناروغانو ته د خوړو برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي چې هڅه کوي، دغه ستونزه هواره کړي.

د فراه روغتیا ریاست مرستیال زیاتوي، هغه روږدي کسان چې د خپلو کورنیو له لوري یاد روغتون ته راوړل کېږي، د روږدو کسانو د درملنې له اصولو سره سم ورته رسېدنه کېږي. د هغه په خبره، اوس مهال په فراه ولایت کې د روږدو کسانو لپاره د درملنې ۱۳۵بستره شته چې ۱۰۰ یې د نارینه ناروغانو او پاتې ۳۵ یې د ښځو او ماشومانو لپاره دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې له فراه ښار څخه نږدې ۷۰۰ روږدي کسان د اسلامي امارت له لوري راټول شوې دي چې اوس د دغه ولایت د درملنې په مرکزونو او زندان کې د درملنې لاندې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام