رویټرز خبري اژانس د دوو لوړپوړو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې یو لوړپوړی امریکايي پلاوی به د طالبانو له استازیو سره نن د قطر په دوحه کې مخامخ خبرې وکړي. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی امریکايي پلاوی له طالبانو سره لیدنه کوي.
دوه لوړپوړي امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، رویټرز ته ویلي چې په دغه پلاوي کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی تاموسټ او د امریکا د پراختیايي ادارې لوړپوړې چارواکې سارا چارلز شامل دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې په دوحه کې د مذاکراتي پلاوي مشري پر غاړه لري، له دغه پلاوي سره نشته. بلخوا د اسلامي امارت له لوري په دغه لیدنه کې به د یادې ډلې د کابینې یوشمېر غړي هم شامل وي.
د رویټرز د راپور پربنسټ، امریکايي پلاوی به طالبان تر فشار لاندې راولي، څو له افغانستان څخه د امریکايي وګړو او هغه کسان چې غواړي له دغه هېواد څخه ووځي، ډاډ ترلاسه کړي او تښتول شوی امریکايي وګړی مارک فرریش هم ازاد کړي.
په ورته مهال د رویټرز په دغه راپور کې راغلي، دغه ناسته چې د امریکا او طالب پلاويو ترمنځ به دوه ورځې دوام وکړي، پکې به ټينګار وشي چې طالبان پر خپلو کړیو ژمنو ودرېږي او پرې نهږدي چې افغانستان د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو په امن پټځای بدل شي.
رویټرز ویلي چې امریکايي پلاوی به همداراز له طالبانو غوښتنه وکړي، څو اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسونې چارو کې اسانتیاوې برابرې کړي، ځکه افغانستان له یوه ناورین سره مخ دی او د دې شونتیا شته چې له «اقتصادي رکود» څخه مخنیوی ونشي کړای.
د امریکا حکومت یوه لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي چې دغه ناسته د طالبانو په رسمیت پېژندلو او یا دوی ته د مشروعیت ورکولو په اړه نه ده، بلکې هر ډول مشروعیت باید طالبانو د خپلو کړنو له لارې ترلاسه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د لوړپوړي پلاوي په مشري د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ.