د ترکیې اناتولي خبري اژانس خبر ورکړی چې د ترکي ژبې ویونکو هېوادونو د همکارۍ شورا د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه فوق‌العاده غونډه وکړه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په دې غونډه کې ویلي چې افغانستان کې وروستیو بدلونونو پر نړۍ، په تېره د یادې شورا پر غړیو هېوادونو اغېز کړی دی.

هغه د ترکي ژبې افغان ویونکو ته په اشارې ویلي چې د افغانستان بدلونونو د ترکیې پام ور اړولی دی. نوموړی زیاتوي چې له افغانستان سره ځانګړې اړیکې لرو او د یادې شورا اعلامیه باید نړیوالو ته ښه پیغام ورسوي. په دې شورا کې ترکیه، ازبکستان، اذربایجان، قزاقستان او قرغېزستان برخه لري او مجارستان یې هم څارونکی غړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په یاده غونډه کې چې په ترکیه کې جوړه شوې وه، په افغانستان کې د ودې او ثبات راتلو د ملاتړ ترڅنګ، دغه هېواد ته د بشري مرستو لېږل او د کډوالۍ او ترهګرۍ د مخنیوي مسایل ارزول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له سي‌بي‌اېس سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې اعلان شوی حکومت ټول‌شموله نه دی او له طالبانو سره د ترکیې پر اړیکو اغېز کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي ټینګار کړی چې ترکیه به په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت له جوړېدو پرته د کابل نړیوال هوايي ډګر مدیریت پر غاړه وانه‌خلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام