کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن نن پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، افغانستان کې د لنډمهاله  حکومت پلوي نه‌کوي او د افغان سولې خبرې او پایلې یې په افغانانو پورې اړه لري.

داسې حال کې چې کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له وروستي سفر او یو شمېر افغان سیاستوالو سره تر لیدنو وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې خلیلزاد افغانستان کې د موقت حکومت جوړولو په اړه خبرې کړي؛ خو اوس کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن د لنډمهاله حکومت په اړه ويلي چې داسې نه‌غواړي.

سیاسي شنونکی فضل الرحمان اوریا وایي، زلمي خلیلزاد کابل ته له درېوو اجنډاوو سره راغلی چې یوه یې هم د لنډمهالي حکومت رامنځته کول دي او له یو شمېر سیاستوالو سره یې پرې خبرې هم کړي.

د اوريا په خبره، د لنډمهالي حکومت جوړول د ځینو سیاستوالو له لوري رد شوي؛ خو ځینو نورو د لنډمهالي حکومت پر جوړولو ټینکار کړی دی.

خو د چارو بل کتونکی محب الله شریف بیا وایي، بهرنیان کله نا کله ځینې مسلې مطرح کوي او غواړي چې د یوې موضوع په اړه له دې لارې د خلکو نظرونه ځانته معلوم کړي، ترڅو یې په اړه چمتووالی ونیسي او پلان ورته جوړ کړي.

شریف وایی، داچې ځینې سیاستوال د لنډمهالي حکومت مسله ډېره مطرح کوي، لامل یې دا دی چې دوی غواړي په دې سره د ولس په منځ کې ځان مطرح کړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم د لنډمهالي حکومت جوړول رد کړي او ویلي يې و، واک به یوازې منتخب ولسمشر ته وسپاري.

همداراز د لنډمهالي حکومت مسله کابل ته د زلمي خلیلزاد له وروستي سفر وړاندې هم مطرح شوې چې هم د امریکا او هم د طالبانو له لوري رد شوې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام