افغانستان سره له دې چې څه باندې څلور لسیزې په‌کې جګړه روانه ده، خو بیا هم ګڼ‌شمېر وحشي حیوانات او نور الوتونکي مرغان لري. دغو جګړو که څه هم ګڼ‌شمېر حیوانات له هېواده وتلو ته اړ کړي، خو لا هم د بېلابېلو ولایتونو په غرو او دښتو کې موندل کېږي.

نن یکشنبه د اکټوبر ۲۳مه، د همدغو حیواناتو نړیواله ورځ ده، خو افغان کارپوهان د دغو حیواناتو د ورکېدو په اړه اندېښنه لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل پوهنتون علمي مرستیال محمدشفېع شریفي وايي، داسې یې اورېدلي چې افغانستان کې یوازې دوه یا درې واورین پړانګان شته او په‌کار ده چې د نسل ورکېدو د مخنیوي په موخه یې لازم ګامونه اوچت شي. د هغه په خبره، د دغو پړانګانو د نسل ساتل ډېر ارزښت دي.

 په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د طبیعي میراثونو سرپرست محب‌الله فضلي هم وايي چې د واورینو پړانګانو شمېر کم دی.

هغه که څه هم د دغو او دې ته ورته نورو حیواناتو د ساتنې لپاره د پلان لرلو خبر ورکوي، خو زیاتوي چې نړیواله ټولنه دې ورسره مرسته وکړي. د فضلي په وینا، هغه پروژه چې مخکې د واورینو پړانګانو د ساتنې لپاره وه، اوس درېدلې ده.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې اداري مرستیال ذین‌العابدین وايي، هېواد کې د څه باندې څلورو لسیزو جګړې نه یوازې خلکو ته مرګ‌ژوبله اړولې، بلکې حیواناتو ته یې هم د پام وړ زیان اړولی دی. د هغه په خبره، همدا جګړې لامل شوي چې ګڼ‌شمېر حیوانات له هېواده وتښتي یا هم په ناقانونه توګه ښکار شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

واورین پړانګان هغه حیوانات دي چې نړۍ کې ډېر لږ پیدا کېږي، خو د افغانستان د بدخشان په پامیر او واخان کې لا هم دغه پړانګان شته. د معلوماتو له مخې، یاد پړانګان د نورستان، لغمان او بامیان په غرونو کې هم لیدل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام