کابل ژوبڼ د هېواد د مېله‌ځایونو له ډلې یو دی چې شاوخوا سل بېلابېل ډوله حیوانات په‌کې ساتل کېږي. افغانان د کال په بېلابېلو موسمونو کې د مېلې او حیواناتو نندارې لپاره دغه ژوبڼ ته ورځي.

د کابل ژوبڼ رییس عزیزګل ثاقب نن د چاپېریال ساتنې ادارې له لوري دغه ژوبڼ ته د یوې غرنۍ اوزې ډالۍ کولو غونډې ته وویل، دغه ژوبڼ په روان کال کې ۱۷ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي دي.

د هغه په وینا، له بهر څخه به شاوخوا ۳۰۰ نور بېلابېل ډوله حیوانات هم افغانستان ته راوړي او د کابل ژوبڼ سیمه به نوره هم پراخه او ۱۰۵ جریبه ځمکې ته ورسوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د چاپېریال ساتنې ادارې څېړونکي محب‌الله فضلي بیا وايي چې هېڅوک د وحشي حیواناتو د ښکار او قاچاق اجازه نه لري.

د هغه په خبره، د وحشي حیواناتو بېلابېل ډولونه چې د خلکو کورونو کې ساتل کېږي، له نیول کېدو وروسته به یې بېرته د طبیعت غېږې ته ورخوشې کړي.

بله‌خوا یوه ماشومه «زهرا» چې له خپلې کورنۍ سره د کابل ژوبڼ د حیواناتو نندارې ته راغلې وايي، د حیواناتو په لیدو سره د خوښۍ احساس کوي.

د یادونې ده چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولانو یوه پاکستانۍ قاچاق شوې غرنۍ اوزه چې د بدخشان ولایت اړوند په یوه کور کې ساتل کېده، د کابل ژوبڼ ته وسپارله.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام