د ملګرو ملتونو د خپلواکو کارپوهانو یوې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امریکا او اسلامي امارت په افغانستان کې د ښځو د ناوړه وضعیت مسوول دي. په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د اسلامي امارت جنستي تبعیض او امريکا د افغانستان د شتمنيو په کنګل کولو سره د افغان ښځو وضعیت خراب کړی دی.

دې خبرپاڼې چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ۱۴ خپلواکو کارپوهانو د یوې ډلې له خوا خپره شوه، څرګنده کړې، د اسلامي امارت له خوا د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د افغان ښځو او نجونو لپاره جدي او اوږدمهاله ګواښ دی دا وضعیت د متحده ایالاتو له لوري د وضعه شوي اقداماتو له امله لا پسې خراب شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خبرپاڼه کې راغلي، په داسې یو هېواد کې چې تر نیمایي زیات نفوس یې په بشري مرستو متکي دی اوسنی بشري ناورین په ښځو او ماشومانو باندې غیر متناسب اغیز کړی دی.

دغه خپلواک کارپوهان چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه ګومارل شوي، د افغانستان مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کېدو په اړه د امریکا پر پرېکړې نیوکه کړې. هغوی ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت د اسلامي امارت له لوري د پراخ جنسیتي تبعیض په پایله کې خراب شوی دی.

په خبرپاڼه کې  ټینګار شوی چې د بشري حقونو نړیوال قانون پر بنسټ، دا د امریکا په ګډون د هېوادونو مسوولیت دی چې پرې‌نږدي څو د هغوی اقدامات د بشري حقونو د نقض لامل شي.

ملګرو ملتونو او د امریکا په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو د اسلامي امارت کړنې او د ښځو د حقونو او د ښځو او نجونو د زده‌کړې او کار په وړاندې خنډونه غندلي دي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته امریکا په دغه هېواد کې د افغانستان اووه میلیارده ډالره شتمنۍ کنګل کړې. د جوبایډن حکومت په فبروري میاشت کې یو فرمان صادر کړ چې پر بنسټ یې د دغو اووه میلیارډ ډالرو نیمایي برخه افغانانو ته د مرستو لپاره ولګول شي او پاتې نور یې د سپتامبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي چې د بشردوستانه نړیوال حقونو پر بنسټ د امریکا په ګډون دولتونه مکلفیت لري څو د هغوی فعالیتونه د بشري حقونو د نقض لامل نشي.

 کارپوهانو ویلي چې په دې اړه یې خپلې اندېښنې او مشورې واشنګتن ته سپارلي، خو تراوسه یې ځواب نه دي ترلاسه کړي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام