د ملګرو ملتونو کارپوهان: امریکا او اسلامي امارت د افغان ښځو د وضعیت خرابېدو مسوول دي

د ملګرو ملتونو د خپلواکو کارپوهانو یوې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امریکا او اسلامي امارت په افغانستان کې د ښځو د ناوړه وضعیت مسوول دي. په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د اسلامي امارت جنستي تبعیض او امريکا د افغانستان د شتمنيو په کنګل کولو سره د افغان ښځو وضعیت خراب کړی دی.