ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د سویس په پلازمېنه جینوا کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه غونډه جوړه کړي. د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بنېټ به دې غونډې ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
د ریچارډ بنېټ د راپور په یوه برخه کې چې تېره پنجشنبه خپره شوه، لیکل شوي چې اسلامي امارت د ۵۰ فرمانونو په صادرولو سره ښځې له عامه ژوند څخه لرې کړې دي.
په همدې حال کې سميرا چې له تېرو دوو کلونو راهيسې ښوونځي ته له تګ څخه بېبرخې شوې وايي، ناڅرګندې راتلونکې یې ژوند تریخ کړی او کله ناکله بېخي د ځانوژنې په اړه هم فکر کوي. نوموړې زیاتوي: «له هغه وروسته مو چې ښوونځي وتړل شول، خپګان مې ورځ په ورځ زیاتېده. له سهاره تر ماښامه به ویده وم یا به مې ټوله ورځ ژړل. خپل ټول وسایل مې مات کړل. مور او پلار به مې راته ناست وو چې کوم څه ونه کړم. زه به یې ارامتیا ته رابللم.»
پر افغان نجونو د ا.ا د بندیزونو یوه بله قرباني بیا د کابل پوهنتون د ترکي ادبیاتو پوهنځي محصله فېروزه ده چې په خبره یې، د پوهنتون له تړل کېدو وروسته یې اوس کورنۍ اړ کړې چې کوژدې او واده ته غاړه کېږدي.
هغه وايي: «کورنۍ مې بادرکه ده؛ اوسنی وضعیت او محدودیتونه درک کوي، خو تل راته وايي چې باید واده وکړم؛ ځکه بل هېڅ نهدي را پاتې. راته وايي چې باید دا کار وکړم. فکر کوم چې ډېر ژر به د په زوره واده کولو قرباني شم.»
بلهخوا د سیاسي چارو کارپوهان که څه هم د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورورکوونکي راپور او د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا غونډه پر اسلامي امارت د فشارونو ډېرېدو یوه وسیله ګڼي، خو زیاتوي چې په افغانستان کې شته ستونزې به ورسره هوارې نهشي.
د سیاسي چارو کارپوه یوسف امین ځاځي په دې اړه سلاموطندار ته ویلي: «هر څوک د زدهکړو او کار حق لري، خو موږ افغانان باید له خپل حق نه خپله دفاع وکړي، نه دا چې نړۍ زموږ په اړه پرېکړه وکړي. دا ناسته به هېڅ پایله ونه لري. ښايي پر امارت به خپل فشارونه زیات کړي، خو د خلکو لپاره هېڅ ګټه نه لري.»
اسلامي امارت بیا د ریچارد بنېټ دغه راپور بېبنسټه او پروپاګنډا بولي. د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلاموطندار ته ویلي چې نړۍ باید په خپله خوښه د افغانستان د خلکو ارزښتونو او اسلامي عقایدو پر وړاندې ګام اوچت نه کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاتوي: «ادعاوې او پروپاګنډا باید د عقدې او کینې له مخې نه وي. د بشري حقونو په اړه چې کومې ادعاوې شوي، یواړخیزې دي. محدودیتونه په کلکو ټکو ردوو. نړۍ باید زموږ عقایدو ته درناوی وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د دوو کلونو په تېرېدو سره په افغانستان کې ښځې او نجونې له زدهکړو، کار کولو، سپورټ، پارکونو او حمامونو ته له تګ څخه بېبرخې شوې دي. څخه بندې شوې دي.