د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار اصلي اوسېدونکی محمد نادر وایي، په هېواد کې د ناخوالو او د یوه ښه ژوند د برابرولو لپاره یې له قانوني اسنادو پرته کډوالۍ ته زړه ښه کړ، خو له سختو او لوړو ژورو وروسته چې کله ترکیې هېواد ته ورسېد، د دغه هېواد د پولیسو له لوري ونیول شو او زندان ته واچول شو. هغه وایي، پولیسو دی ۴۰ورځې په زندان کې وساته او ډېر بد چلن یې ورسره کاوه.
دی وايي، ۴۰ شپې او ورځې یې د ترکیې یوه زندان کې تېرې کړي او په دغه موده کې د زندان د پولیسو له خوا شکنجه شوی او ان ډوډۍ او اوبو څخه محروم وو.
«د یو څه وخت لپاره د ترکیې پولیسو لاس ته ولوېدم، ډېر بد چلن یې کاوه. ۴۰ شپې او ورځې مې زندان کې تېرې کړې. په دغه موده کې زیاتره وخت له اوبو او ډوډۍ څخه محروم وو، مونږ ته یې د برېښنا شارتي راکوله، ګواښ به یې کاوه چې ولې او د څه لپاره ترکیې ته راځئ؟ مونږ به ورته ویل ستونزې مو ډېرې دي او کورنۍ ته پیسې ګټو، اقتصاد مو خراب دی او ځکه راغلو. لاسونه یې راتړلي وو او الوتکې ته یې راوستو او کابل ته یې را وګرځولو.»
محمد نادر وايي، بېوزلي، د کار نشتون او ناامنیو مجبوره کړی چې ۳ کاله وړاندې نامنظمه کډوالي وکړي او فیروزکوه ښار څخه پاکستان، له هغه ځایه ایران او بیا ترکیې ته ځان ورسوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل، په لاره کې یې ډېرې ستونزې زغملي او ان ځینو کسانو په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
«ډېرې ستونزې مو ولېدې، د پاکستان لاره کې پر مونږ برید وشو، پاکستاني سرتېرو به ګواښلو، وهل به یې راکول. کله چې د ایران خاورې ته ورسېدو، نور هم بد وضعیت سره مخ شولو. څومره وخت چې مې ایران کې تېر کړ، کاري وضعیت مې ښه نه وو. بیا وروسته ترکیې ته لاړم، ډېرې کمې پیسې مې قاچاق کونکي ته اماده کړې وې، کله چې مو حرکت وکړ، ژمی وو واورې ډېرې وې، ځینې کسان د یخې هوا له امله ژوند د لاسه ورکړ، څوک یې په کیسه کې نه وو، لس پنځلس ورځې په لار را باندې تېرې شوې، ډېرې ستونزې مو زغملي.»
دغه ځوان چې شاوخوا دوه میاشتې کېږي بېرته افغانستان ته راګرځېدلی وايي، که ورته د کار زمینه برابره نه شي اړ دی چې یو ځل بیا نامنظمه کډوالي وکړي.
غور کې د چارو کارپوه ګلرحمان فراز بهر ته د ځوانانو کډوالي د اندېښنې وړ بولي او وايي، د امنیت او کاري زمینو نهشتون د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر ځوانان په مخدره توکو روږدي او یاهم له ترهګرو ډلو سره یو ځاي شي.
هغه وویل، ځينې نور هم مجبوره کېږي چې هېواد خوشې کړي: «دلته ورته کاري زمینې نهشته او اړ کیږي چې مخدره توکو ته مخه کړي یا هم د دولت وسلهوالو مخالفینو سره یو ځای شي او یا په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته لاړ شي. کوم کسان چې د قاچاق له لارې نورو هېوادونو ته سفر کوي زیاتره وخت پولو څخه د تېرېدو پرمهال د قاچاق کونکو او یا هم د پولهساتو ځواکونو له لوري ځورول کیږي، وهل خوري او سپکاوی ورته کیږي.»
- نامنظمه کډوالي؛ اړ شولو چې ناپاکې اوبه وڅښو
- د ډوډۍ غم او کډوالي
- نامنظمه کډوالي؛ له کډوالۍ تېښته او د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د کار کولو ستونزه
په همدې حال کې د غور د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس عبدالرووف غفوري وايي، د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه تراوسه څه باندې ۲سوه کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، له بهرنیو هېواودو څخه بېرته افغانستان ته راګرځېدلي دي.
د نوموړي په وینا، دوی افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM په همکارۍ دغه ولایت کې ټولو بېرته راګرځول شویو سره د خوراکي او نغدو پیسو مرسته کوي.
هغه وایي: «تر ۲ سوو زیات کسان چې ۶۱ یې کمعمره دي او ۱۴۸ نور یې مشران دي بیرته راګرځېدلي یا هم ګرځول شوي. دوی چې کمعمره دي او هغه کسان چې ډيټابېس کې شامل دي، په مشخصه توګه ورسره مرکې شوي او ماشومانو کې مونږ داسې کوچنیان هم لیدلي چې عمر یې له نهو کلونو کم وو، هغوی یې ایران ته بیولي وو.»
ورته وخت کې د غور ځايي مسوولان وايي، ګڼشمېر ځوانان چې له هېواده بهر کډه شوي، خپلې موخې ته نه دي رسېدلي او په لاره کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غور د والي ویاند زلمی کریمي وايي، افغان دولت د نامنظمې کډوالۍ د مخنیوي لپاره هڅې کوي او دې برخه کې خلکو ته عامه پوهای ورکوي.
هغه وویل: «د لارې په اوږدو کې ډېرې سختۍ او ستونزې تجربه کوي، ځینې کسان د موخې هېواد ته رسېږي، خو داسې کسان هم شته چې دغه هیله یې په واقعت نه بدلېږي او مونږ د دې شاهدان وو چې یوشمېر ځوانانو د نامنظمې کډوالۍ په لاره کې ژوند بایللی. د بېلابېلو رسنیو له لارې عامه پوهاوی ورکړل شوی، بل هېواد هېڅ کله هم د چا خپل هېواد نه شي کېدی. راځئ د خپل هېواد لپاره کار وکړو. د پخوا په پرتله کاري زمینې هم زیاتې شوي، ځوانان باید هڅه وکړي چې دلته د خپل هېواد ابادۍ لپاره کار وکړي.»
هڅه مو وکړه چې ایران او ترکیې کې د افغانستان د سفارتونو نظر هم ترلاسه کړو، خو له پرلپسې اړیکو سربېره بریالي نهشو.
د غور د چارواکو په وینا، د نامنظمې کډوالۍ ناوړه پایلو په اړه د ځوانانو نه پوهاوی لامل شوی چې په دې وروستو کلونو کې د کډوالۍ کچه نوره هم لوړه شي.