د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې د بالاحصار ودانۍ ويجاړېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي. د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د بالاحصار ودانۍ ځینې برخې د وروستیو اورښتونو له امله سختې زیانمنې شوي او د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابدو د ساتنې امر ګلاب ګل توتاخېل سلاموطندار ته ویلي، د دې لرغونې کلا د دېوالونو ځينې برخې د وروستیو اورښتونو، طبيعي پېښو او د خلکو لاسوهنې له امله ويجاړې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «د ګردېز بالاحصار په عموم کې ټول تخریب دی، یوازې د باندې لهخوا نه د بالاحصار اسکلیټ یو څه روغ ښکاري. بیا جوړولو ته ډېر عاجل او شدید ضرورت لري، اوسنیو اورښتونو چې په دې یوه اوونۍ کې پېښ شول، د ګردېز بالاحصار ته په پراخه اندازه زیانونه رسولي. که د هغو تخریباتو چې دا اوس په بالاحصار کې روان دي او اوبه ښکته پهکې ځي، مخه یې ونه نیول شي، ډېر ژر به د بالاحصار عمده او مهمې برخې لهمنځه ولاړې شي.»
د پکتیا یوشمېر اوسېدونکي هم وايي، تېرو څو کلونو کې د بالاحصار بیارغونې لپاره هېڅ کار نهدی شوی چې ځینې برخې یې د وروستیو اورښتونو له کبله ویجاړې شوي دي.
دوی له حکومت او د ملګروملتونو عملي او فرهنګي سازمان څخه وغوښتل چې د بالاحصار لرغونتوب ته پام وکړي او د يو تاريخي ځای په توګه يې ساتنه وکړي.
د پکتیا یوه اوسېدونکي سیدجمال وویل: «د ګردېز تاریخي بالاحصار وروستیو سختو اورښتونو ډېر زیانمن کړی. دې بالاحصار ډېرې برخې د لهمنځه تلو له خطر سره مخ دي. د یونسکو سازمان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ولایتي اداره دې تاریخي ځای ته جدي پاملرنه وکړي، که سره له اوسه یې غم ونه خوړل شي، دغه بالاحصار به لهمنځه لاړ شي.»
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست همدارنګه وايي، د ګردېز له بالاحصار څخه د تېرو څو کلونو راهیسې تر دې دمه د یو نظامي ځای په توګه استفاده کېږي چې د دې تاریخي ودانۍ ارزښت یې زیانمن کړی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د معلوماتو پربنسټ، د پکتیا د بالاحصار جوړېدو تاریخ له میلاد وړاندې د کوشانیانو دوره ښودل شوې چې د ګردېز ښار کې په یوه غونډۍ جوړ شوی دی.