Asset 1SWN

سلام وطندار

بورل: اروپايي ټولنه باید د نتانیاهو د نیولو حکم عملي کړي

Burrell-1-qxiwqffock9y47k85z7l6p6jvzun907t6x19brl1u0

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزېپ بورل ویلي چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه مکلف دي چې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هېواد د دفاع پخواني وزیر یواف ګالانت د نیولو په اړه د کیفري نړیوالې محکمې حکم عملي کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې بورل دا خبرې پرون-د لیندۍ درېیمه، د شنبې ورځ قبرس ته د سفر پر مهال کړي دي. د نوموړي په وینا، هغه هېوادونه چې غواړي له اروپايي ټولنې سره یوځای شي، هم باید دغه حکم عملي کړي.

جوزېپ بورل زیاته کړې: «هغو هېوادونو چې د روم تړون لاسلیک کړی، د محکمې د حکم عملي کولو مسوولیت لري. دغه مسوولیت اختیاري نه‌دی.»

د کیفري نړیوالې محکمې چې دفتر کې یې به لاهه کې دی، د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو، د اسراییلو د دفاع پخوانی وزیر یواف ګالانت او د حماس نظامي مسوول محددیاب ابراهیم المصري د کړیو جنګي جرمونو له کبله تورن وپېژندل او د هغو د نیولو حکم یې صادر کړ.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

اروپايي ټولنه داسې مهال د کیفري نړیوالې محکمې د دغه حکم پر عملي کېدو ټینګار کوي چې د امریکا متحده ایالاتو او اسراییلو هغه «د یهودو ضد» حکم بللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام