په دې وروستیو کې د ټول هېواد په کچه د جګړو زیاتېدو او ورسره هم‌مهاله د طالبانو لاس ته د لسګونو ولسوالیو له لوېدو وروسته، د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن روسيې ته په یوه دوه ورځني سفر تللی دی.

د ملي امنیت شورا دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ټاکل شوې حمدالله محب په دې دوه ورځني سفر کې د فداراتیفي روسیې لوړپوړو چارواکو سره د ګډو امنیتي همکاریو او نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ د هېواد د روانو امنیتي حالاتو ته په کتو دا سفر مهم بولي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب نن سهار له کابله د روسیی پلازمېنې مسکو ته لاړ چی د روسیې له لوړپوړو چارواکو سره د ګډو امنیتي همکاریو او نورو سیمه‌ییزو، مهمو موضوعاتو په اړه به بحث او خبری وګړي.»

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي چې له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو لړۍ دوام لري چې جرمني او ایټالیې هېوادونو یوه ورځ وړاندې وویل، افغانستان کې یې خپل شل کلن پوځي حضور پایته رسولی دی.



همداراز په افغانستان کې امنیتي وضعیت مخ په خرابیدو دی او په تېرو څو اوونیو کې طالبانو شاوخوا ۸۰ ولسوالۍ نیولي او ځینې یې هم د امنیتي ځواکونو او دغې ډلې ترمنځ لاس په لاس شوي.

پرون ورځ د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان هم د امنیتي وضعیت د خرابیدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام