په بدخشان ولایت کې محلي سرچینې وایي چې د بدخشان کشم او فرخار ولسوالۍ ته د امنیتي ځواکونو له شاتګ وروسته وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت مرکز فیضاباد ښار نیولی دی.
وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت له پوځي مرکزونو، ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او د ملي اردو د مرکز له نیولو وروسته د بدخشان ولایت زندان هم نیولی او ټول بندیان یې ترې ازاد کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د فیضاباد ښار د نیولو لپاره له څـو ورځو راهیسې نښتې پیل شوې وې او د دغو جګړو د ډېروالي له امله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.
د بدخشان د کډوالو ریاست پرون اعلان وکړ چې تراوسه یې د بېځایه شویو ۱۰۰۰۰ عریضې ترلاسه کړي چې ټول یې د مرستې غوښتونکي دي او دغه ریاست تراوسه په دې توانېدل چې ۳۵۰۰ بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړي.
د بدخشان د کډوالو ریاست امر عبدالواحد طیبي وایي چې په وروستیو اوونیو کې مرستو ته د اړمنو کورنیو شمېر څو برابره لوړ شوی دی.
طیبي زیاتوي چې د حکومت او مرستندویه بنسټونو ګډو ۸ ډلو د بېځایه شویو کورنیو د پېژندنې لړۍ پیل کړې او له بېځایه شویو سره د مرستې بهیر هم روان دی.
په همدې حال کې هغه شمېر بېځایه شوې کورنۍ چې د بدخشان له ولسوالیو او له څېرمه ولایتونو فیضاباد ښار ته راغلي، وایي چې خپل ټول شته یې پرېښي او یوازې یې ځانونه خوندي راوېستلي دي.
- د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې پر بدخشانیانو څه تېرېږي؟
- بدخشان؛ په درې ورځو کې ۱۸۰ نظامیان وژل شوي
- وروستیو دوو اوونیو کې د جګړې له امله څه باندې ۵۰۰۰کورنۍ بېځایه شوي
دوی وایي، د حکومت او نورو مرستندویو بنسټونو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په کچه د جګړو له امله د بېځایه شویو کورنیو شمېر ډېر شوی او ډېری کورنۍ د ځان خوندیتوب لپاره اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او امنو سیمو ته کډوال شي.
د بدخشان د کډوالو ادارې مسوولان وایي، کې د بېځایه شویو کورنیو لړۍ همداسې روانه وي، ملکي مرستندویه بنسټونه هم نه شي کولای پر وخت او بېړنۍ توګه ټولو بېځایه شویو سره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د جګړو د ډېروالي له امله له څلورو ولایتونو څخه ۱۷۰۰۰کورنۍ بېځایه شوي چې د کابل ښار په پارکونو او سرخلاصو سیمو کې شپې او ورځې تېروي.