مجاهد: د رسنیو مخکینی قانون کومه نیمګړتیا نه لري

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد وايي چې دوی د مخکیني حکومت د رسنیو قانون مطالعه کړی او د اسلامي امارت له پلوه هېڅ نیمګړتیا نه لري. نوموړي دغه څرګندونې نن د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري په جوړه شوې غونډه کې کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې اسلامي امارت په دې هڅه کې دی، څو د رسنیو سرغړونې کمېسیون بیا جوړ کړي او د تېروتنو مخه به نیول کېږي.

د ښځو حقونو درناوی دې له اسلامي امارت سره د تعامل شرط کېښودل شي

د اروپايي ټولنې د پارلمان رییسې روبرتا متزولا د اسلامي امارت له لوري د ښځو پر وړاندې جنسیتي توپیري چلند غندلی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د ښځو حقونو ته درناوی دې له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره د شرط په توګه کېښودل شي. هغې د نړیوالو بشردوستانه مرستو پربنسټ، له افغانانو سره مرستې د نړیوالتې ټولنې اخلاقي دنده بللې ده.

بامیان؛ د اسلامي امارت ځواکونو په خپل‌منځي نښته کې د امنیه قومندان ورور وژل شوی

د بامیان په پنجاب ولسوالي کې یوه امنیتي سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد ولایت د استخباراتو او د دې ولسوالي د امنیې قومنداني د ځواکونو ترمنځ په نښته کې د پنجاب ولسوالي د امنیه قومندان ورور وژل شوی دی. د بامیانو د امنیه قومنداني ویاند محمدخواني رسا وايي چې دغه پېښه په تېروتنه رامنځته شوې ده.

شنونکي: د حکومت د مشروعیت لپاره لویه‌جرګه او ټاکنې مهمې دي

دې وروستیو کې یو شمېر افغان او بهرنيو سیاستوالو ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت د مشروعیت لپاره دې لویه جرګه یا یوه شورا جوړه شي او یا دې هم د ټاکنو له لارې لا ډېر مشروعیت ترلاسه کړي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا وایي چې شته نظام عام او تام کورنی مشروعیت ترلاسه کړی او ټول ولس پرې باور لري.

پاکستان د اسانتیا زیاتولو لپاره له اسلامي امارت سره د همغږۍ میکانیزم جوړوي

کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار له سفر وروسته د دغه هېواد حکومت ویلي، له اسلامي امارت سره د کرښې په عبوري سیمو کې د اسانتیاوو د زیاتولو لپاره په ملي کچه د همغږۍ میکانیزم جوړوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړه کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په مشري د تللي پلاوي په وروستي سفر کې شوې ده.

بایډڼ: که اسلامي امارت د مشروعیت په اړه غور غواړي، امریکايي سرتېری دې خوشې کړي

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، که اسلامي امارت تمه لري چې د مشروعیت ترلاسه کولو په اړه یې غور وشي، باید امریکايي تقاعد شوی سرتېری مارک فریریچز ژر تر ژره له بنده خوشې کړي. نوموړي ټينګار کړی چې امریکايي وګړو او بې ګناه ملکیانو ته امنیتي ګواښونه د منلو نه دي او د دوی برمته کول بزدلانه عمل دی.

اسلامي ‌امارت: کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سفر هیله‌‌بښوونکی دی

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف پرون د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغی او له یوشمېر لوړپوړو افغان چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او دوه اړخیزو اړیکو او نورو مهمو مسایلو خبرې کړي دي. نوموړي د رییس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د بهرنیو چارو سرپرست امیر‌خان متقي او یوشمېر نورو چارواکو سره لیدلي.

اسلامي امارت دې نړیواله ټولنه کې د غړیتوب لپاره، اساسي بشري حقونه په رسمیت وپېژني

د ملګروملتونو سرمنشي له خپلو اساسي حقونو څخه د افغان ښځو او نجونو محرومه پاتې کېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، اسلامي امارت دې نړیواله ټولنه کې د غړیتوب لپاره دغه حقوق په رسمیت وپېژني. انتونیو ګوترېش پر ټویټر لیکلي، افغانستان کې ښځې او نجونې د ښوونې او روزنې، دندې او برابر عدالت لپاره یو ځل بیا خپلو حقونو څخه محرومیږي.

د اسلامي امارت پرېکړې پروړاندې د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنيزو بنسټونو فدراسیون غبرګون

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت ځواکونو په هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو وضعیت په اړه د افغانستان د رسنیو او د خبریالانو بنسټونو فدراسیون غونډه لغوه کړه، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد اعلان وکړ چې د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د فعالیت جواز نه لري او پر دغه فدراسیون یې ځینې تورونه هم لګولي دي.

د اسلامي امارت له‌خوا د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د غونډې لغوه‌ کېدو پر وړاندې غبرګونونه

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د اسلامي امارت له خوا د رسنیو د خبري غونډې له ترسره کولو څخه مخنیوي ته غبرګون څرګند کړی او هغه یې د بیان ازادۍ محدودیت بللی دی.

د امنیت شورا ناسته؛ افغانستان کې پر ټول‌ګډونه حکومت او بشري مرستو ټينګار شوی

د ملګروملتونو امنیت شورا د ناروې له غونډې یوه ورځ وروسته، بېګاه شپه د افغانستان وضعیت څېړلو په اړه غونډه جوړه کړه. دغې غونډې ته د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز، د افغان ښځو فعالې محبوبه سراج او د ګڼ‌شمېر هېوادونو استازیو خبرې وکړې.