وروسته له هغې چې د اسلامي امارت ځواکونو په هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو وضعیت په اړه د افغانستان د رسنیو او د خبریالانو بنسټونو فدراسیون غونډه لغوه کړه، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد اعلان وکړ چې د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د فعالیت جواز نه لري او پر دغه فدراسیون یې ځینې تورونه هم لګولي دي.

 د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیو بنسټونو فدراسیون د اسلامي امارت څرګندونې د ناسم پوهاوي له امله بولي او تمه لري چې په افغانستان کې د رسنیو د فعالیت مخته وړلو لپاره دغه بنسټ ته دې د فعالیت اجازه ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جمعې پر ورځ یوځل بیا ټینګار کړی چې رسنۍ دې د “مطبوعاتو قانون” سره سم او سالم فعالیت وکړي. مجاهد د دغه فدراسیون په اړه پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، “که د افغانستان مطبوعات په ریښتیا په عادي توګه فعالیت کول غواړي، باید د خپرونو جوازونه تمدید کړي او مالیه ورکړي.”

خو د افغانستان د ژورناېیستانو او رسنیو بنسټونو فدراسیون په خپلې خبرپاڼه کې همدا راز ټینګار کوي چې د یوه باوري قانوني جواز له مخې فعالیت کوي او د دې ادارې ټول چارواکي اوس په افغانستان کې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یوشمېر کسان له دې حالت څخه په ناوړه استفادې سره د ځان په ګټه هڅې کوي او د فدراسیون ترڅنګ یې ناقانونه موازي بنسټ جوړ کړی دی. دغه فدارسیون یوځل بیا له اسلامي امارت څخه غوښتي چې پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي، څو هېواد کې د رسنیو د فعالیت بهیر زیانمن نه‌شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام