د ملي دسترخوان پروګرام د لسګونو کارکوونکو اعتراض

د ملي دسترخوان پروګرام له دوو زرو ډېرو کارکوونکو نن د ADA, SDO, COAR او WADAN موسسو له لوري د معاشونو د نه ورکړې پر وړاندې اعتراض وکړ.
دوی وايي، سره له دې چې په سختو حالاتو کې یې له خلکو سره د مرستې په موخه له یادو موسسو سره کار کړی، خو له پنځو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

هرات کې د ښځینه سوداګرو کاروبار مخ په ځوړ روان دی

په هرات کې د هرېوا په نوم د یوه خصوصي شرکت مسووله او سوداګره صفیه محیطي چې شپږ کاله وړاندې یې دغه خدماتي مرکز جوړ کړی، وایي چې په تېر کې یې کارونه ښه وو او لسګونه ښځې ورسره په کار بوختې وې. د مېرمن محیطي په وینا، د اسلامي امارت په راتلو سره یې پېرېدونکي له لاسه ورکړي او په خراب اقتصادي وضعیت کې دي.

د افغانانو بې‌سارې کډوالي او د کمېشنکارانو تود بازار

د تېر حکومت له سقوط او د اسلامي امارت په راتګ سره ګڼ‌شمېر هېوادوال په دې هڅه کې دي چې له هرې ممکنې لارې له هېواده ووځي او نورو هېوادونو ته پناه یوسي. خو داسې شکایتونه هم شته چې کمېشنکاران د زیاتو پیسو په بدل غوښتونکو ته ویزې او ټکټونه برابروي. د ایران د ویزې یوه غوښتونکي چې نه غواړي هویت یې په ډاګه شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د کمېشنکارانو له لاسه یې ویزه نه ده ترلاسه کړې او اوس یې لپاره کندهار ته ځي.

د اقینې بندر سوداګر: مافیايي شرکت راڅخه غیرقانوني اخاذ‌ۍ اخلي

په فاریاب کې د اقینې بندر یو‌شمېر سوداګر په دغه بندر کې د «ټي‌سي‌ار‌سي‌/TCRC» په نوم د یوه بهرني شرکت له غیرقانوني اخاذۍ څخه شکایت کوي او وایي چې دغه مافیايي شرکت د تېلو او ګازو د کیفیت اروزنې په پلمه، د سوداګرو له هر یو ټُن مال څخه ۸ ډالر غیرقانوني اخاذي اخلي.

د غور خبریالانو بوټو او خښتو وهلو ته مخه کړې

سهار وختي دوه بجې له کوره خوځېږي او د مازدیګر څلور بجې د بوټو له وري سره بېرته راګرځي. ګل‌احمد الماس پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو مخکې خبریالي کوله چې په وینا یې، له بېلابېلو رسنیو سره یې د محلي خبریال په توګه کار کړی او اوس یې دنده له لاسه وتلې ده. ګل‌احمد الماس د هغو لسګونو خبریالانو له ډلې یو هغه دی چې د خبریالۍ کار یې له لاسه ورکړی او اوس د غور په قطس سیمه کې د ژمي لپاره بوټي راټولوي.

ښوونکي: معاشونه مو راکړئ او نجونې زده‌کړو ته پرېږدئ

نن د تلې یا میزان ۱۳مه په هېواد کې د ښوونکي له ملي ورځې سره برابره ده. سږکال دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې هېواد کې د نوي حکومت په راتلو سره ګڼ‌شمېر خلک په ځانګړې توګه ښوونکي له ګڼو  اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. ښوونکي د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې هر څه ژر معاشونه او نور امتیازات ورکړل شي.

«سلام‌‌وطندار» ته د عبدالمالک ساپي راتګ؛ ځان یې د طالبانو د استخباراتو غړی باله

تېره ورځ یو کس چې ادعا یې کوله د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د ښاري استخباراتو د څانګې کارکوونکی دی، د سلام‌وطندار راډیو دفتر ته ننوځي. نوموړي کس غوښتل په زور او د سلام‌وطندار راډیو د امنیتي برخې له همغږۍ پرته دفتر ته دننه شي. هغه خپل ځان عبدالمالک صافی معرفي کړ او یوه بل ځوان یې هم ملتیا کوله.

لوګر کې وزګارتیا ځوانان هېواد پرېښودو ته اړ کړي

د لوګر مرکز پل‌علم ښار یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د مخکیني حکومت له سقوط وروسته د وزګارتیا کچه د پام وړ زیاته شوې او ډیری لوستي او نالوستي ځوانان له هېواد څخه د تېښتې په حال کې دي او له پراخو اقتصادي ستونزو کړېږي.