بښنې سازمان: اسلامي امارت دې تمنا پریاني او پروانه ابراهیم‌خېل خوشې کړي

د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې د دوو معترضو ښځینه فعالانو تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم‌خیل د ناڅرګند برخلیک په اړه چې ویل کېږي د اسلامي امارت له‌خوا نیول شوي، اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې د دغه مېرمنو د نیولو په صورت کې هغوی دې د کوم شرط پرته ژر تر ژره خوشي کړي.

اسلامي امارت د اوسلو غونډه له لاسته‌راوړنو ډکه بولي

د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په تړاو درې ورځنۍ غونډه جوړه شوې وه چې د اسلامي امارت پلاوي هم په‌کې ګډون کړی دی.

په یاده ناسته کې له افغانستان سره پر بشري مرستو، ښوونې او روزنې، بشري حقونو، روغتیا او د امریکا له لوري د افغانستان څه باندې ۹ میلیارده ډالرو په ارزښت د ګنګل شویو شتمنیو پر ازادېدو خبرې اترې شوي دي.

بښنې نړیوال سازمان: اسلامي امارت دې د نجونو ښوونځي پرانیزي

بښنې نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان کې نجونې له څو میاشتو راهیسې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري او د زده‌کړو له بنسټیز حق څخه محرومې شوې دي. د بښنې نړیوال سازمان ټينګار کړی، سربېره پر دې چې په ملي او نړیواله کچه فشارونه راوړل کېږي، خو تراوسه د اسلامي امارت له لوري نجونو ته د زده‌کړو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د ناروې په بلنه د اسلامي امارت یو پلاوی دغه هېواد ته روان شوی

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشري د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی د ناروې په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شوی دی. د رپوټونو له مخې، د امریکا او ناروې استازي او د اسلامي امارت چارواکي او یو‌شمېر مدني فعالان به د ناروې په اوسلو غونډه کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د بایډن څرګندونې درواغ بللي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستیو څرګندونو ته چې ویلي و، د یوه حکومت لاندې د دغه هېواد یو موټی کول ناشوني دی، غبرګون ښودلی او هغه یې درواغ بللي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکلي، د بایډن دا خبره چې افغانستان د امپراطوریو هدیره ده، په خپله د افغانانو د یووالي ښکارندوینه کوي.

ترکیه او قطر به ډېر ژر د هېواد د پنځو هوايي ډګرونو چارې سمبال کړي

د اسلامي امارت مسوولان وايي چې د کابل په ګډون د هېواد د پنځو هوايي ډګرونو د امنیت او تخنیکي چارو په تړاو له ترکیې او قطر هېوادونو سره یوې هوکړې ته نږدې شوي دي. ټاکل شوې چې د کابل، کندهار، هرات، مزار او خوست ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په اړه بله ناسته راتلونکې چهارشنبې په دوحه کې ترسره شي.

ملګري ملتونه: د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض د اندېښنې وړ دی

 د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د کارپوهانو  یوې ډلې ویلي چې د اسلامي امارت مشران د ښځو او نجونو پر وړاندې په پراخه توګه د تاوتریخوالي او جنسیتي تبعیض د بنسټیز‌ه‌کېدو هڅې پیل کړي دي. دوی په ټولنه کې د ښځو د فعالیت او حضور په اړه د سختو محدودیتونو لګول«په ټولییزه توګه ښځو او نجونو ته د سزا» ورکولو په معني بولي.

د بیان ازادۍ کور: د افغانستان رسنۍ بشپړه خپلواکي نه لري

د بیان ازادۍ کور د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره رسنۍ په جدي توګه زیانمنې شوي او له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوي دي. د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان رسنۍ په بشپړه توګه خپلواکي نه لري او په سیستماتیک ډول تر سانسور لاندې دي.

شنونکي: کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر د افغانستان لپاره کومه ګټه نه لري

ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په مشري سبا یو لوړپوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي او له افغان چارواکو سره پر بېلابیلو مسایلو خبرې ولري، خو د چارو یو‌شمېر شنونکي د پاکستاني پلاوي د سفر پایلو ته هیله‌مندي نه لري. د نړیوالو چارو کارپوه جاوید مومند پاکستان په دوه مخي چلن تورنوي او وايي، دا سفر د پاکستان د موخو لپاره ترسره کېږي.

کابل کې ماین چاودنې یو کس وژلی او څلور یې ټپیان کړي

د کابل د بګرامیو ولسوالي اړوند سیمه کې نن له غرمې وړاندې د ماین چاودنې له امله یوه کوچنۍ نجلۍ وژل شوې او د اسلامي امارت څلور سرتیري په‌کې ټپیان شوي دي. پېښه د بګرامیو ولسوالي اړوند ملالۍ څلور لارې ته څېرمه «شمشاد کوڅه» کې د اسلامي امارت د ځواکونو پر یوه رنجر موټر د سړک غاړې ماین له امله رامنځ ته شوې ده. عیني شاهدان بیا وايي، په دغه پېښه کې یوه کوچنۍ نجلۍ وژل شوې او یو بل کس ټپي شوی دی.

بلنکېن: اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو پر لارو چارو غور کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکېن وايي، افغانستان ته د نړیوالو مرستو د لېږد په اړه پر داسې لارو چارو غور کوي چې له مخې یې، دغه مرستې په مستقیمه توګه افغانانو ته ورکړل شي او د اسلامي امارت تر مشري لاندې د حکومت لاس ته ونه لوېږي. نوموړي ویلي چې امریکا به له افغانانو سره خپلې مرستې جاري وساتي.