رسنۍ دې د اسلامي امارت پر وړاندې منفي تبلیغات نه کوي
د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت وايي، ځینې رسنۍ هېواد کې د نظام له بدلېدو وروسته د اسلامي امارت پر وړاندې منفي تبلیغات کوي او پهکار ده چې لاس ترې واخلي.
د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت وايي، ځینې رسنۍ هېواد کې د نظام له بدلېدو وروسته د اسلامي امارت پر وړاندې منفي تبلیغات کوي او پهکار ده چې لاس ترې واخلي.
سيانان خبري شبکې د امریکا کانګرېس او بهرنیو چارو وزارت کې د یوې باخبرې سرچینې له قوله رپوټ ورکړی چې شاوخوا ۸۰ امریکايي وګړي په افغانستان کې شتون لري او غواړي چې له دغه هېواد څخه ووځي، خو له یوې میاشتې راهیسې اسلامي امارت د تخلیې الوتنې درولې دي.
د غور ولايت د لعل او سرجنګل ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د وروستيو واورو ورېدو له امله د دغو ولسوالیو ډېرى لارې د خلکو پر مخ تړل شوې او نه شي کولى خپل ناروغان د ولسوالۍ مرکز او ګاونډيو ولايتونو لکه دایکندي او بامیان ته ورسوي.
د افغانستان د امامیه علماوو عالي شورا رییس محمدحسن کندزي نن کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د مخکیني حکومت په پرځېدو او د اسلامي امارت په راتګ سره په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د افغانستان او نړۍ ترمنځ یو نوی فصل پرانستل شوی دی.
هرات کې د یوه مشهور صراف عبدالرحیم صدیقي له وژل کېدو وروسته، د دغه ولایت د صرافانو ټولنې مسوولان او د صدیقي خپلوان په دغه ولایت کې د صرافانو او پانګوالو لپاره د امنیت له نهشتوالي څخه اندېښنه څرګندوي. هغوی وايي، په تېرو څو میاشتو کې د هرات ښار امنیتي وضعیت خراب شوی او اسلامي امارت مسوولیت لري چې د خلکو او د صرافانو امنیت ټينګ کړي.
څه موده وړاندې ختیځ کې د ډیورند پر فرضي کرښه د ننګرهار او کونړ په اړوند سیمو کې د پاکستاني او افغان لوري ترمنځ جنجالونه وشول او اسلامي امارت د پاکستاني پوځ د تاسیساتو د جوړېدو مخنیوی وکړ، اوس تازه ختیځ کې د لومړي سرحدي لوا له لوري ۱۵۰ تازه دمو سرتېرو ته مسلکي روزنه ورکړل شوي چې د چارواکو په وینا، پر ډیورنډ کرښه به یې ځای پر ځای کړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشري یو لوړپوړی پلاوی د ایران په رسمی بلنه دغه هېواد ته تللی او د یاد هېواد له چارواکو سره به پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ایران کې د افغان کډوالو پر مسایلو خبرې وکړي.
د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د اسلامي امارت له لوري د کابل پوهنتون استاد فیضالله جلال نیولکېدل، پر بیان ازادي د محدودیتونو لګول ګڼي او د ورته نیونو دوام د بشر حقونو له قانون او ارزښتونو سره په ټکر کې بولي. فیضالله جلال پرون په کابل کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري په خپل کور کې نیول شوی دی.
جمال چې دا یې مستعار نوم دی د غزني ولایت اصلي اوسېدونکی دی، خو نشې هغه د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په یوې څنډه کې وېجاړې کنډوالې ته راوستی دی.
په دې وروستیو کې د پاکستان او اسلامي امارت چارواکو ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستاني پوځ لهخوا د اغزن تار غځولو او د هېواد پر ختیځو سیمو د راکیټي بریدونو پر سر ناندرۍ زیاتې شوي دي. د چارو یوشمېر شنونکي وايي چې پاکستان په دې کړنو سره غواړي، د اسلامي امارت حکومت کمزوری کړي او خپل ولس او نړیوالو ته وضعیت ناسم وښایي.
ایټالیا کې د افغانستان سفارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې سفارت پخوانی ډیپلومات محمدفهیم کشاف په ناقانونه توګه د افغانستان د سفارت انګړ ته ور دننه شوی او سفیر سره یې له دې امله فزیکي شخړه کړې چې د اسلامي امارت له لوري په روم کې سفیر ټاکل شوی دی.
د غور ولايت په دولتيار ولسوالي کې يو سړى د سوی یا خرګوش د ښکار پر مهال وژل شوى دى. دا پېښه نن سهار د دولتیار ولسوالي په “پشتهنور” سیمه کې رامنځته شوې ده.
د اسلامي امارت د چارو ادارې ویلي چې د بېګناه زندانیانو د خوشېکولو په اړه د اسلامي امارت د مشر هبتالله اخندزاده د فرمان پلي کولو په موخه د مرکز او ولایتونو ټولو بندخونو د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.
د اسلامي امارت د رییسالوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون د افغانستان له ملي ټلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکه ویلي چې اسلامي امارت په خپل نظام کې د مخکیني حکومت د چارواکو د شاملولو لپاره هوډ نه لري او دغه کسان به د نوي نظام د بدنامۍ لامل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي ویلي چې هېواد یې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د اغزن تار لګولو په اړه د راپورته شویو جنجالونو د هواري لپاره له ډيپلوماټيکو لارو د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو سره د تعامل په هڅه کې دی.
نوموړي په پاکستان کې یوې خبري ناسته کې ټينګار کړی چې دغه هېواد خپلو ملي ګټو ته ژمن دی او په یوه اړخیزه توګه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې د اغزن تار لګولو ته دوام ورکړي.
د سلام افغانستان راډیويي موسسې «سلاموطندار راډیو» په نوښت نن کابل کې د ولایتي راډیوګانو د مسوولانو سربېره د اسلامي امارت د یوشمېر چارواکو په شتون کې د «ولایتي راډیوګانو د فرصتونو او ننګونو د ارزونې» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه کړې وه. په دغه غونډه کې د محلي راډیوګانو پر ستونزو او ننګونو خبرې وشوې.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون