اسلامي امارت په کابل او شاوخوا ولايتونو کې چاڼيز عمليات پيل کړي  

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوه اعلامیه کې ویلي، د دفاع وزارت د مرستیال ملا محمدفاضل په مشرۍ یې د کورنیو چارو او دفاع وزارتو او د استخباراتو ریاست ځواکونو د کابل او څو نورو نیږدې ولایتونو په ځينو سیمو کې پراخ چاڼیز عملیات پيل کړي دي.

د اوکراين په اړه د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه؛ ښکېل لوري دې له زغم نه کار واخلي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې اوکراین کې وضعیت له نیږدې څاري او احتمالآ جګړه کې د تلفاتو رامنځ ته کېدو ته اندېښمن دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (جمعه د کب په شپږمه) یوه خبرپاڼه کې د جګړې له ښکېلو خواوو د زغم غوښتنه کړې ده.

له سنګره تر کورسه؛ غزني کې د ا.ا نظامیانو د انګلیسي او کمپیوټر زده‌کړې ته مخه کړې

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ښوونیز مرکز چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وړاندې یې د امریکا سفارت په ملاتړ د «لنکن ښوونیز مرکز» په نوم فعالیت درلود، اوس دغه ولایت کې د ملکي او د اسلامي امارت ځواکونو لپاره د عصري زده‌کړو په مرجع بدل شوی دی.

کورنیو چارو وزارت: د کابل امنیې قومنداني منسوبین دې د خلکو کورونه نه پلټي

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د کابل امنیې قومنداني ته په یوه پنځه ماد‌ه‌ییز لارښود کې سپارښتنه کړې چې له دې وروسته پلازمېنه کابل کې د اسلامي امارت سرتیري اجازه نه لري چې په یوه او بل پلمه د خلکو کورونه وپلټي. لارښود کې راغلي، د اسلامي امارت سرتیري دې د خپلو دندو پرمهال له ښاریانو سره ښه چلن وکړي.

حکیمي: د اسلامي امارت له لیکو څخه څه باندې ۴۰۰۰ نامطلوبه کسان اېستل شوي

د اسلامي امارت د صفونو د تصفیې کمېسیون مسوولان وايي چې د یاد کمېسیون له جوړېدو راهیسې یې د اسلامي امارت له لیکو څخه د ۱۳۵ کم‌عمره ځوانانو په ګډون ۴۳۵۰ نامطلوبه کسان اېستلي دي. نوموړي زیاته کړه، هغه ځواکونه چې د دندو پرمهال د تلاشۍ ځایونو کې له ستونزې پرته پر موټرو ډزې کوي، د دوی د ظرفیت پر ټيټوالي او پر نه روزنې دلالت کوي.

پاکستان ډیورنډ کرښې ته نږدې د سخت‌دریځو ډلو پر وړاندې عملیات زیات کړي

رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې پاکستان د افغانستان خاورې ته نږدې د ډیورنډ  فرضي کرښې ته څېرمه د دغه هېواد د سخت‌دریځو او بېل‌تون‌پاله ډلو پر وړاندې پوځي عملیات زیات کړي دي. رویټرز د پاکستان د پوځ په حواله ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د سخت‌دریځو بریدونه ډېر شوي دي.

د اسلامي امارت له لوري د دوو خبریالانو خوشې کېدل؛ یوناما یې هرکلی کړی

په افغانستان کې د ملګرو‌ملتونو استازولي یا یوناما د هغو دوو خبریالانو له خوشې کېدو هرکلی کړی چې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ سره یې کار کاوه او د اسلامي امارت له لوري نیول شوي وو. یوناما ټینګار کړی، هغه وخت رارسېدلی چې خپلسره نیونو پای ته ورسېږي او هغه کسان چې بې ګناه بندیان شوي ازاد دې شي.

کابلوف: که اسلامي امارت ځينې شرطونه ومني، مشروعيت کې ورسره مرسته کولاى شو

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي، که اسلامي امارت د بشري حقونو او ټول‌شموله حکومت رامنځته کولو کې اقدام وکړي، روسیه د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې همکاري کولی شي.
هغه زیاتوي، چې د بشري حقونو رعایتول، د ټول‌شموله حکومت جوړول او ښځینه‌وو ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکول د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دي.

ملګري‌ملتونه: افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات شوي؛ اسلامي امارت یې ردوي

د ملګرو‌ملتونو امنیت شورا په یوه رپوټ کې ویلي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو محدودولو لپاره هېڅ ډول اقدامات نه دي کړي. رپوټ کې ټينګار شوی چې له زندان څخه د داعش خراسان څانګې د څو زرو سرتېرو له ازادېدو وروسته اوس د یادې ډلې د جنګیالیو شمېر له ۲۲۰۰ څخه ۴۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د خبریالانو خپلسره نیونو ته اندېښنې؛ اسلامي امارت: د رسنیو ازادۍ ته ژمن یو

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د افغان خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو له داوم څخه د تازه رپوټ په خپرولو سره اندېښنه ښوولې او ویلي، دې وروستیو دوو میاشتو کې د خبریالانو احضار او خپلسره نیونې زیاتې شوي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې، د خبریالانو او د رسنیو کارکونکو د نیولو ۵۰ موارده ثبت شوي.

د کابل له ښځینه زندان څخه ۱۴بندیانې خوشې شوي

اسلامي امارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د کابل له ښځینه زندان څخه یې ۱۴ښځینه بندیانې چې د بېلابېلو جرمونو په تور بندیانې شوې وې، خوشې کړې دي. د زندانونو چارو د سمون ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، د ولایتونو ټولو محکمو ته سپارښتنه شوې چې د ښځینه بندیانو د دوسیو څېړلو ته لومړیتوب ورکړي. د اسلامي امارت حکومت دا نه دي ویلي چې دغه ښځینه بندیانې د کومو جرمونو په تور نیول شوې وې.