یوشمېر ښوونکې او د روغتیا برخې کارکوونکې وايي چې له تېرو درېوو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي او اسلامي امارت یې باید ورکړي. دوی نن په کابل کې د یوې ناستې پر مهال د پرېکړه‌لیک په خپرولو سره د خپلو معاشونو د ورکړې غوښتنې ترڅنګ، پر نړیوالو غږ وکړ چې مرسته ورسره وکړي.

د دغو ښځو له ډلې جمیلې ساپۍ وویل، ښځې د ښوونې او روزنې او روغتیا برخه کې مهم رول لوبوي او که غوښتنې یې ونه منل شي، ګڼې ستونزې به جوړې شي. د هغې په خبره، که معاشونه یې ور نه کړل شي، ښوونځیو ته به ولاړې نه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پرېکړه‌لیک په یوه برخه کې لیکل شوي چې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، اوس یوازې په دغه سکټور کې دیارلس زره او ۶۶۶ ښځې کار کوي او له ډلې یې اته زره او ۴۱۶ هغو ته نړیوال بانک معاشونه ورکول چې له درې میاشتو راهیسې یې نه دي ورکړي او بې‌برخلیکه ګرځي.

خو د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون غړی بلال کریمي وايي، ژرترژره به د پوهنې او روغتیا سکټور د کارکوونکو معاشونه ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېری ښځې چې په بېلابېلو سکټورونو کې یې کار کاوه، پر کور ناستې دي او تر اوسه یې نه یوازې معاشونه نه دي اخیستي، بلکې برخلیک یې هم نامعلوم دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام