د «ګالوپ» په نامه د یوې امریکايي موسسې موندنې ښیې چې په افغانستان کې د فقر زیاتوالي له امله د دغه هېواد ۹۴ سلنه خلک د خپل ژوند وضعیت څخه ځورېږي.

د نظرپوښتنې له مخې، د افغانستان ۷۵ سلنه وګړي خپلو کورنیو ته د خوراک د برابرولو توان نه لري او ۸۵ سلنه هم د اوسېدو لپاره مناسب ځای نلري. د ګالوپ موندنې ښیې چې تر ډېره ښځې د نارینه‌و په پرتله له خپل ژوند څخه کړېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهدد ګالوپ په نامه د یوې لویدیځې رسنۍ موندنې چې ادعا یې کړې ۹۴ سلنه افغانان په عذاب کې  ژوند کوي بې‌اساسه بللي دي.

هغه پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې اوسمهال هېواد کې جګړه او تلفات پای ته رسېدلي او خلک په سوله او امنیت کې ژوند کوي. د ذبیح‌الله مجاهد په وینا، په هېواد کې پخوا هم اقتصادي ستونزې موجودې وې، خو اسلامي امارت یې د مخنیوي هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د بېکارۍ کچه زیاته شوې چې له امله یې خلک له بې ساري فقر سر مخ شوي. د کابل اوسېدونکی محمداصف چې مخکې یې په یوې دولتي ادارې کې کار کولو، خو اوس د بوټانو جوړولو ته مخه کړې. هغه د خپل ژوند اوسنی حالت د اندېښنې وړ بولي.

په همدې حال کې ټولن پوهان په دې باور دي چې په هېواد کې د سیاسي جوړښت نشتون، اقتصادي نظام ته زیان رسولی چې له امله یې فقر او رنځ ( کړېدل) زیات شوی دی.

ټولنپوهې او د پوهنتون استادې، منیژې بهره سلام وطندار ته وویل:« د اقتصادي نظام ماتې یو اصلي لامل د سیاسي نظام بدلون دی، په دې مانا چې موږ د یو ماتېدونکي سیاسي نظام سره مخامخ یوو چې د اقتصادي پراختیا لپاره هېڅ فورمول نلري او له امله یې عام خلک زوریږي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ارواپوه، شرف الدین عظیمي هم په دې باور دی چې فقر د رنځ لامل کېږي او پایله کې رواني ناروغۍ رامنځته کوي.

د افغانستان د خلکو زورونکي او کړېدلي حالت په اړه دا لومړنۍ نظر پوښتنه نه ده بلکې له دې مخکې هم یو شمېر نړیوالو بنسټونو د افغانستان د خلکو حالت په اړه ژورې اندېښنې ښودلې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام