اسلامي امارت د افغانستان د مرکزي بانک د یوې برخې د شتمنیو د مصادرې په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د وروستي فرمان په غبرګون یوه اعلامیه خپره کړې او هغه یې پاروونکې بللې او په اړه یې واشنګټن ته خبرداری هم ورکړی دی.

د اسلامي امارت په اعلامیه کې چې پرون شپه د اسلامي امارت د ویاندن او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معین ذبیح‌الله مجاهد له خوا خپره شوې راغلي، که امریکا له خپل دریځ څخه ونه ګرځي او پاروونکو کړنو ته دوام ورکړي، اسلامي امارت هم مجبوره ده چې د هغه هېواد په اړه پر خپلې پالیسۍ بیا غور وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا غبرګونونه وروسته له هغه راپورته کېږي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو فرمان صادر کړ. د دغه فرمان له مخې امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو وېشل کېږي چي د دغو پیسو نیمايي برخه له افغانستان سره د بشري مرستو او پاتې نورې يې د ستمبر ۱۱مې د پېښې قربانیانو لپاره ساتل کیږي.

سلام‌وطندار فارسی را در توییتر دنبال کنید

اسلامي امارت د افغانستان د شتمنیو تصرف یو « غیر موجه عمل او د ټولو افغانانو په حقوقو تېری بوللی.» د اسلامي امارت په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د سپمټبر ۱۱ بریدونه افغانانو پورې تړاو نه لري او د « دې پېښې په بهانه  د افغانانو په شتمنیو کې هر ډول تصرف، څرګند تېری او ښکاره ظلم دی.»

اسلامي امارت د افغانستان د کنګل شوي پانګې په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پرېکړه د دوحې د توافقنامې خلاف بللې ده. په اعلامیه کې راغلي چې: « د دې لپاره چې امریکا له نړیوالې ملامتۍ ځان وژغوري او له افغانانو سره خپلې اړیکې خرابه نه کړي باید له خپل دې پرېکړې څخه منصرف شي، چې د دواړو لوړیو ترمنځ د لا ډېرې بې باوری لامل ګرځي.»

د امریکا د ولسمشر دې پرېکړې پراخ ملي او نړیوال غبرګونونه رپارولي دي. پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم دوه ورځې مخکې د بایډن دې پرېکړې ته د نیوکې ترڅنګ ویلي وو چې له دغو پیسو څخه باید د سپټمبر یوولسمې پېښې قربانیانو ته ورنه کړل شي. هغه ټینګار وکړ چې د امریکا ولسمشر باید پر خپل پرېکړې له سره غور وکړي او ټولې کنګل شوي پیسې باید د افغانستان خلکو ته ورکړي، ځکه د هغه په وینا دا پیسې د اسلامي امارت نه بلکې د افغان ولس شتمني ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د یوې برخې ورکولو په اړه د جوبایډن پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې « د نړۍ تر ټولو بډایه هېواد په ښکاره د بې وزلو شتمني لوټ کوي.»

دغه‌راز، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د بایډن پر پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا پیسې د افغانانو دي او دوی باید د کارولو پرېکړه وکړي. دغه وزارت له امریکا څخه غوښتي چې د افغانانو د بشري او اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دغه هېواد ټولې پیسې ازادې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام