د کابل، ننګرهار، کونړ او لوګر په سلګونو اوسېدونکیو نن د افغانستان د پانګې اړوند د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د اجراییوي فرمان په غبرګون کې لاریون وکړ.

کابل ښار کې راټولو شويو لاریون کوونکیو «جو بایډنه د افغانستان له ملت سره دښمني بس کړه» او د «سپټمبر یوولسمې پېښه د افغانستان په ملت پوري هیڅ اړه نلري» د شعارونو په ورکولو سره وویل امریکا باید د افغانستان پیسې د سپټمبر یوولسمې پېښې قربانیانو ته ور نه‌کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا ولسمشر جو بایډن د فرمان پر بنسټ، ټاکل شوې د افغانستان د کنګل شویو پیسو له ډلې ۳.۵ میلیارده یې د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو لپاره ځانګړي شي.

خو لاریونوال وایي چې متحده ایالات او متحدین یې باید په تېرو ۲۰ کلونو کې د جګړې له امله د زرګونو افغانانو د وژل کېدو او د افغانستان د ویجاړۍ تاوان ورکړي. دوی وایي چې کنګل شوې پیسې د افغانستان د خلکو دي او بایډن باید خپل فرمان بیرته لغو کړي.

د کابل سربېره په ننګرهار ، کونړ، کندوز او لوګر کې هم ګڼ شمېر کسانو نن د افغانستان پانګې اړوند د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د فرمان پر ضد لاریون کړی. په دغو لاریونونو کې پانګوالو، صرافانو او سوداګرو ګډون کړی وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بایډن دا پرېکړه په افغانستان او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه او په کابل کې دا دوهم لاریون دی چې په دې اړوند ترسره کېږي، لاریونکوونکیو ویلي تر هغه چې ولسمشر بایډن خپله پرېکړه بیرته لغو نکړي دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت حکومت هم د افغانستان د کنګل شوې پانګې په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن تر فرمان څلور ورځې وروسته پرون شپه د بایډن پرېکړه غندلې او هغه یې د دوحې د توافقنامې خلاف بللې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دوه ورځې مخکې د بایډن دې پرېکړې ته د نیوکې ترڅنګ ویلي وو چې له دغو پیسو څخه باید د سپټمبر د یوولسمې پېښې قربانیانو ته ورنه کړل شي. هغه ټینګار وکړ چې د متحده ایالاتوو ولسمشر بایډن پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او ټولې کنګل شوې پیسې باید د افغانستان خلکو ته ورکړي، ځکه د هغه په وینا دا پیسې د اسلامي امارت نه بلکې د افغان ولس شتمني ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د سپټمبر د یوولسمې بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه د افغانستان بانک د شتمنیو د یوې برخې ورکولو په اړه د جوبایډن پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې «د نړۍ تر ټولو بډایه هېواد په ښکاره د بېوزلو شتمني لوټ کوي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د بایډن پر پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا پیسې د افغانانو دي او دوی یې باید د کارولو پرېکړه وکړي. دغه وزارت له امریکا څخه غوښتي چې د افغانانو د بشري او اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دغه هېواد ټولې پیسې ازادې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام