پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکو نن په کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال وویل چې په وروستۍ یوه میاشت کې د وچکالۍ، طبیعي پېښو او ناامنیو له امله په ۲۵ ولایتونو کې ۳۲۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلامبهاءالدین جیلاني وایي، دغه شمېر کورنۍ په تېره یوه میاشت کې د ناامنیو او د وچکالۍ د څپو د خپرېدو له کبله بېځایه شوي.
د جیلاني په وینا، په ۲۵ولایتونو کې یې اړمنو کسانو ته د بېړنیو مرستو بهیر پیل کړی چې په دې لړ کې یې تراوسه په ۱۷ ولایتونو کې یې ګڼشمېر بېځایه شویو ته رسېدنه کړې ده.
هغه زیاته کړه: «په تېرو دوو کلونو کې پنځه میلیونه افغانان د طالبانو او نورو ترهګرو له امله له خپلو کورونو بېځایه شوي او ښارونو ته یې پناه وړې ده. په تېره یوه میاشت کې بیا ۳۲۳۸۴ کورنۍ په ۲۵ ولایتونو کې بېځایه شوي دي.»
- بادغیس کې وچکالي: له ۶۰۰ ډېرې کورنۍ بېځایه شوي
- ۱۳۹۹ کال؛ هېواد کې دننه ۵۲ زره کورنۍ بېځایه شوي
- هلمند کې روانه جګړه؛ تراوسه ۴۵۰۰ کورنۍ بېځایه شوي
په ورته مهال په دغه خبري غونډه کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو په کور دننه له بېځایه شویو سره د مرستې لپاره د ۵۰۰ میلیونه افغانیو د مرستې غوښتنه هم وکړه.
د دغه وزارت د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې په ټول هېواد کې د جګړو او ناامنیو سربېره د وچکالۍ او طبیعي پېښو له امله ۵ میلیونه وګړي بېځایه شوي دي.






