په نورستان کې یوه شل کلن ځوان د خپلو ملګرو په مرسته خپل پلار د تبر په ګوزارونو وژلی دی. د نورستان ولایت ځایي چارواکي وایی چې دغه پېښه پرون د دې ولایت په اړوند وانټ وایګل ولسوالي کې رامنځ ته شوې ده.
د نورستان د والي ویاند سیفالدین لټون سلاموطندار ته ویلي، دغه شل کلن ځوان چې له دوو نورو ملګرو سره یو ځای د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی، پر خپل پلار یې د تبر ګوزارونه کړي او هغه يې وژلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وایي، کوم کسان چې امنیتي ځواکونو نیولي پر خپل جریم یې اعتراف کړی دی. لټون د دې پېښې د رامنځ ته کېدو لامل کورنی تاوتریخوالی په ګوته کوي.
د نورستان له دې پېښې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په هسکه مېنې ولسوالي کې یو ځوان چې ویل کېده په نشي توکو روږدی و خپله مور وژلې وه.
په ورته مهال څو ورځې وړاندې په کابل کې هم یوې ښځې د خپلې میرې لور وژلې وه چې پرون بیا امنیتي ځواکونو ونیوله.
دغه پېښه د کابل ښار اوومه امنیتي حوزه که شوې وه، خو د وژنې انګېزه یې لا نه ده روښانه. تېر کې هم د هېواد په بېلابیلو سیمو کې د کورني تاوتریخوالي له کبله ورته لسګونه پېښې رامنځ ته شوي دي.