سلام‌وطندار له ۲۴ ښځینه ارایشګرو «سینګار کوونکو» سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې د یادو ارایشګرو ۷۵سلنه یې د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرستې وې.

له یادو ارایشګرو سره د مرکو په ترڅ کې دا هم جوته شوې چې ډېری یې د سینګارتونونو له تړل‌‌کېدو وروسته له هېواده بهر کډوالۍ ته اړ شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

پر ارایشګرو مېرمنو د سرپرست حکومت له تازه محدودیت سره هم‌مهاله په دې راپور کې د مرکه شویو ارایشګرو له ډلې یې ۷۵سلنه د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرستې وې چې اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په دې راپور کې له کونډو، یتیمو نجونو او مېرمنو او داسې ښځو سره مرکې شوې چې د کورنۍ نارینه یې د لوړ عمر او معلولیت له امله د کار کولو وړتیا نه‌لري.

ناجیه عمري چې کونډه ده او د خپلو درېوو اولادونو سرپرستي ورتر غاړې ده، پنځه کال کېده چې د کابل ښار د «زړو مکروریانو» سیمه کې یې سینګارتون درلود او له همدې لارې یې د خپلو اولادونو او کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې برابرولې.

هغه وايي، د ښځینه سینګارتونونو په تړل‌کېدو سره د عاید بله سرچینه نه‌لري او اوس له خپلو یتیمو ماشومانو سره ناوړه اقتصادي او رواني ستونزو کې ده.

ناجیه عمري وویل: «ستونزې چې موږ ته راپېښې شوې، همدا دي چې یوه بې‌سرپرسته مېرمن یم او درې اولادونه لرم. زه مې له درېوو اولادونو سره ژوند کوم. د کورنۍ ملاتړ نه‌لرم او همداراز د کور کرایه، د خوړو لګښت، د زده‌کړو موضوعات، زموږ ټولې اړتیاوې له همدې سینګارتون پوره کېدې.»

په ورته مهال د کابل ښار د «تایمني پروژې» سیمې د یوه سینګارتون مسووله نسا سعادتي هم د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده. دغه مېرمن چې خاوند یې پر ملا فلج دی، وايي، د سرپرست حکومت له تازه محدودیتونو وروسته نه پوهېږي څه کار وکړي او چاته لاس اوږد کړي.

هغې وویل: «د خدای بنده یعنی کار نه‌لري، نشي کولای کار وکړي. له همدې امله د کور ټول مسوولیت زما پر غاړه دی.»

یتیمه ماسوا چې مور یې فلج ده، وايي، د خپلې کورنۍ ټولې اړتیاوې به یې د سینګارتون له لارې برابرولې او اوس یې چې سینګارتون تړل شوی او دنده یې له لاسه ورکړې، ټوله کورنۍ یې اندېښمنه ده.

نوموړې وویل: «د خپلې کورنۍ د اړتیاو پوره کولو یوازینۍ سرچینه مې همدا سینګارتون و، ځکه پلار مې پنځه کاله مخکې د ناروغۍ له امله مړ شوی او مشر ورور مې نه‌وو، د پلار له مړینې وروسته مې مور ته روحي ستونزې پیدا شوې او مغزي سکته یې وکړه چې یو طرف یې فلج دی.»

له دې سربېره یو‌شمېر هغه مېرمنې چې خاوندانو یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا هغه نجونې چې له زده‌کړو راګرځول شوي او ارایشګرۍ ته یې مخه کړې، د سرپرست حکومت له تازه فرمان وروسته له ناوړه اقتصادي وضعیت ځورېږي.

د کابل ښار د مکروریانو سیمه کې د «نایس» سینګارتون مسووله رویا عثماني سلام‌وطندار ته ویلي چې د سرپرست حکومت په راتلو سره یې خاوند وزګاره شوی او د کور ټول لګښت پر دې دی.

نوموړې وویل: «اوس زه او خاوند مې وزګاره یوو، څلور اولادونه لرو او باور پر خدای وکړئ چې دا څلور افغانۍ چې موږ کار کاوه، د لاس په تڼاکو مو پیدا کولې او له سهار تر ماښامه به ولاړ وو. اوس چې تړل شوي اقتصاد ډېر خراب شوی.»

د بغلان مرکز پل‌خمري ښار کې د «شام پاریس» سینګارتون یوه سینګار کوونکې نرګس چې دا یې مستعار نوم دی، وايي، د سینګارتونونو په تړل‌کېدو سره له رواني ستونزو او خپګان ځورېږي.

نوموړې وویل: «روحي ستونزې مو ډېرې دي، نور څه ووایو؟ موږ ښځې یې قفس کې واچولوو او وې تړلوو، نور د تېښتې لار نه‌لرو. زما په نظر اوسنی حکومت ښځو ته په هېڅ نظر نه ګوري. ډېر په ناورین او تروږمۍ کې ژوند کوو.»

د کابل پغمان ولسوالي یوې ارایشګرې فاطمې هم وویل: «واقعآ د دې پر ځای چې له مالي اړخه مو وځپي، له رواني اړخه یې ځپلي یوو. موږ هغه مېرمنې نه‌وو چې کور کې کېنو او د دعا لاس پورته کړو چې زموږ کار وشي.»

د کابل ښار یوه بله ارایشګره چې له زده‌کړو تر راګرځولو وروسته یې ارایشګرۍ ته مخه کړې، وايي چې د ښځو کار کولو لپاره ټولې لارې تړل شوي دي.

هغې وویل: «زه د ښوونځي دولس ټولګي کې وم او د څلور نیمو میاشتو ازموینه وه او موږ یې له همدې ازموینې فارغ کړو. نور بې‌برخلیکه پاتې شو. بیا هم د سینګارتون دنده مو لرله چې اوس یې هغه هم راباندې وتړله.»

بل‌خوا یو‌شمېر نورو ارایشګرو بیا سلام‌وطندار سره مرکو کې ویلي، د سرپرست حکومت له تازه محدودیت وروسته اړ شوي چې هېواد پرېږدي.

عزیزه قاسمي چې د کابل لوېدیځ کې یې سینګارتون درلود، وايي، بله هېڅ لار نه وه ورپاتې او اړ شوه چې هېواد پرېږدي. هغې وویل: «بله هېڅ لاره نده پاتې او پیسې هم نشته. بیا هم کوښښ کوم چې یوه لاره ورته پیدا کړم چې کډواله شم.»

یوه بله ارایشګره مهتاب افتخار چې په ناقانونه توګه ایران ته تللې، وايي: «په ډېرو ستونزو دلته راغلم، افغانان اجازه نه‌لري چې ایران کې سینګارتون پرانیزي او هر څومره پانګه مو چې لرله تاسو شاهدان یاست چې څه پرې راغلل.»

په همدې حال کې د ارایشګرو استازې او د کسب‌ګرو ټولنې کارکوونکې رها حسني وايي چې هېواد کې ۱۲زره سینګارتونونه فعال وو چې هر سینګارتون کې لږ تر لږه پنځو کسانو کار کاوه.

نوموړې وویل: «ټول افغانستان کې ۱۲۰۰۰ ارایشګرې ښځې پر دندو بوختې وې چې د سینګارتونونو په تړل‌کېدو سره په منځنۍ کچه که هر سینګارتون کې پنځو ښځو کار کاوه، نو ۶۰۰۰۰ کسان وزګاره شوي او عاید له لاسه ورکړی چې هر یو یې په یوه ډول د کورنۍ سرپرست وو.»

بل‌خوا د ښځو حقونو فعالانې وايي چې سرپرست حکومت په داسې حال کې هره ورځ د ښځو پر فعالیتونو کړۍ راتنګوي چې هېڅ بدیل اقتصادي پلان نه‌لري.

د ښځو حقونو فعاله زینب رضايي وویل: «هیله مو دا ده چې دې محدودیتونه ته نور دوام ورنه‌کړي او اجازه ورکړي چې ښځې هم له خپلو حقونو استفاده وکړي.»

د ښځو حقونو یوې بلې فعالې ثریا پیکان هم وویل: «حکومت مخکې له دې چې دا کار وکړي او سینګارتونونه وتړي، باید یو اقتصادي پلان ورته جوړ کړي یا یو بل کار ورته په پام کې ونیسي چې له بده‌مرغه دا مسایل نشته.»

په ورته مهال د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند محمدعاکف مهاجر د سینګارتونونو د تړل‌کېدو لامل د ارایشګرو له لوري د هغو ۱۴ ماديیز اصولو او سپارښتونو نه مراعتول په ګوته کوي چې دغه وزارت سینګارتونونو ته سپارلي وو.

خو له سلام‌وطندار سره یو‌شمېر ارایشګرو د یاد وزارت له لوري دوی ته د ورته لایحې او اصولو د سپارلو په اړه بې‌خبري ښيي.

محمدعاکف مهاجر وویل: «موږ وړاندې له دې چې سینګارتونونه وتړو، دوی ته مو یو ۱۴ ماده‌ییزه لایحه سپارلې وه چې ټولنې ته مو لېږلې وه، ټولنې هغه ټولو سینګارتونونو ته لېږلې وه. وریځې دې نه‌اخلي، وېښتان دې نه قیچي کوي او نه دي رنګوي، نوکان دې نه اخلي او نور…»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا تازه محدودیتونه داسې مهال لګول کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو له تړل‌کېدو دوه کاله پوره شوي او دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې هم د نجونو پر لوړو زده‌کړو محدودیتونه لګول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام