د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیو ګوتریش په خپل ټویټرپاڼه په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې د یوه انساني ناورین له پېښېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد د نړۍ په کچه د یوه ستر انساني ناورین په درشل کې دی.

نوموړي په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې په راتلونکي ژمي کې د افغانستان له اړمنو  خلکو سره د بشري مرستو د برابرولو لپاره له وخت سره په سیالۍ دی. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې اقدامات وکړي او په افغانستان کې د اړمنو او زیانمنېدونکو وګړو د ملاتړ لپاره مالي مرستې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال یو‌شمېر شنونکي په افغانستان کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وایي چې د ناروین مخنیوي لپاره باید هر څه ژر اقدامات وشي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیف‌الدین سیحون وایي، د غنمو وېشلو کوچني پروګرام په څېر بهیر ستونزې نه شي هوارولی او ملي او نړیوال بنسټونه باید په دې برخه کې عملي او پراخ پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي.

هغه وویل، «یوازې پروګرام، فعالیت او جدي کار ته اړتیا ده چې دغه مدیریت شي، هغه بنسټونه چې په دې برخه کې فعال دي، مسوولیت لري چې د انساني ناورین له پېښېدو وړاندې باید اړمنو ته مرستې ورسوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام د یوه رپوټ په خپرولو سره خبرداری ورکړی، که پر وخت اقدام ونه شي په راتلونکي ژمي کې به د افغانستان نیمايي وګړي د خوړو له پراخ کمښت او درې میلیونه ماشومان به له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام