یوه امریکايي ډيپلوماټ سلاموطندار ته ویلي چې ټاکل شوې امریکا په افغانستان کې د خپل سفارت د امنیت ساتنې او د کابل هوايي ډګر کې د هغوی لپاره د نورو اسانتیاوو برابرولو په موخه شاوخوا ۶۰۰ سرتېري په دغه هېواد کې پرېږدي.
دغه امریکايي ډيپلوماټ ټینګار کوي چې ټول د افغان سولې پروسې د دوام په اړه ناهیلي دي او امریکا هڅه کوي چې د خپلو سیمهييزو شریکانو په مرسته طالبان مانالرونکو خبرواترو ته اړ کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه امریکايي ډیپلوماټ زیاتوي: «ټول د سولې پروسې له ورو پرمختګ څخه ناهیلي دي. داسې هڅې وشوې چې طالبان له یوې طرحې سره د سولې پروسه کې ګډون وکړي، د طالبانو کمزوري او د استانبول د سولې ناسته کې ګډون ته د دې ډلې نه لېوالتیا، نړیواله ټولنه او افغان حکومت ناهیلی کوي. موږ د قطر، پاکستان او ان روسیې او چین په ګډون، له خپلو سیمهييزو شریکانو سره د ترویکا هڅو په دوام، پر هغو لاروچارو کار کوو چې طالبان په مانالرونکو خبرواترو کې ونډې اخیستو ته اړ کړو.»
- له افغانستانه د امریکايي ځواکونو اېستلو په اړه د بایډن اعلان
- امریکايي سناتور له افغان چارواکو سره تر لیدنې وروسته: بایډن دې له افغانستانه د ځواکونو اېستلو لړۍ وځنډوي
- بایډن: له افغانستانه د سرتېرو را اېستلو موده له پامه غورځولی شم
دا په داسې حال کې ده چې اسوشیېټېډ پرېس تر دې مخکې د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي و چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم ۶۵۰ امریکايي سرتېري د خپلو ډیپلوماټانو د امنیت خوندیتوب په موخه په یاد هېواد کې پاتې کېږي.
امریکايي چارواکو ویلي چې ټاکل شوې سلګونه سرتېري تر سپټمبر میاشتې پورې د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتلو په برخه کې له ترکي سرتېرو سره همکاري وکړي.
ټاکل شوې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو بهیر د اعلان شوي پلان له مخې، د روان زېږدیز کال د سپټمبر تر یوولسمې پورې بشپړ شي.