د افغانستان په غیردولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د اسلامي امارت له لوري د ښځو پر کار د بندیز پرېکړې ته په غبرګون کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ دغه پرېکړه غیرمسوولانه بللې ده.

توماس وېسټ نن (یکشنبه، مرغومې څلورمه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت دغه پرېکړه هغو میلیونونو کسانو ته له مرګ څخه ډک ګواښوونه رامنځته کوي چې دا مهال اړینو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي لیکلي: «د اسلامي امارت دا فرمان چې ښځې د بشردوستانه مرستو لېږد څخه منع کوي، ډېر غیرمسوولانه دی.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې چې اسلامي امارت د خپلو خلکو پر وړاندې لومړني مسوولیتونه له پامه غورځولي دي.

دا په داسې مهال دی چې بېګاه ناوخته د اقتصاد وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره په غیردولي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

په دغه مکتوب کې راغلي چې په غیردولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو له لوري د حجاب نه مراعت او د اسلامي امارت د قوانینو او مقرراتو د نه پام له امله جدي شکایتونه شوي دي.

د اقتصاد وزارت دغه مکتوب کې زیاته کړې چې د خپل مسوولیت ترسره کولو په موخه ټولو غیردولتي کورنیو او بهرنیو موسسو ته لارښوونه کوي چې تر بلې خبرتیا پورې دې د ښځینه کارکوونکو دندې وځنډوي. دغه وزارت خبرداری ورکړی چې د دغه امر د ځنډولو په صورت کې به د موسسې جواز لغوه کېږي.

د اسلامي امارت له لوري په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې ده. کابل کې د المان سفارت دې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې دغه امر ظالمانه دی.

یاد سفارت زیاته کړې چې د اسلامي امارت له دې پرېکړې د ټولنې تر ټولو کمزوري او اړمن کسان زیان ویني.

په همدې حال کې د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) هم د اسلامي امارت دغه پرېکړه غندلې ده.

اوچا په یوې خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې د ملګروملتونو بنسټونه او شریکان یې په غیردولتي او کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار په اړه د اسلامي امارت پرېکړه غندي.

د اوچا په خبرپاڼه کې راغلي: «داسې امر د ښځو بنسټ‌ییز حقونه نقضوي او د انسان‌‌دوستانه اصولو سره په ټکر کې ده.»

بل‌خوا د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یوه پیغام کې ویلي چې دا «ظالمانه او بې‌رحمانه پرېکړه ښځو ته سزا ورکول دي او بشردوستانه مرستې په خطر کې اچوي.» د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د افغانانو ژوند په ګواښ کې اچولي او افغانستان له ګواښ څخه ډک لوري ته بیايي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هم د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې باندې نیوکه کړې او ژر تر ژره یې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو راهیسې په دولتي ادارو کې یې ښځې له کار کولو محرومې کړې دي. حکومت همداراز په تازه‌ګۍ سره د هېواد په دولتي پوهنتونونو کې هم تر بلې خبرتیا پورې د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام