د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ناروې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د یوشمېر خیریه موسسو له مسوولانو سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخلي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه لیدنه نن په اوسلو کې د افغانستان بشري وضعیت په اړه د ناروې هېواد له ۷ خیریه موسسو سره ترسره شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په دغه ناسته کې د خیریه موسسو استازیو له افغانستان سره د پوهنې، کرنې او مالدارۍ، ماین‌پاکۍ او بشردوستانه مرستو په برخه کې د مرستو ژمنې کړي دي.

بلخي زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې شته امنیت یو ښه فرصت بللی او د مرستو د وېش په برخه کې یې د اسلامي امارت له لوري په بشپړه توګه ډاډ ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ناروې اوسلو ته په خپل درې ورځني سفر کې د لوېدیځو او اروپايي ټولنې د هېوادونو له استازیو سره خبرې کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام