د اسلامي امارت چارواکو د جوزجان ولایت د قوش‌تپې ولسوالي اوسېدونکي د زور له لارې د کډه کولو په تړاو خپاره شوي خبرونه رد کړي او هغه یې بې‌بنسټه بللي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني په خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي، د جوزجان ولایت اوسېدونکي په زوره د کډه کولو په اړه خپرې شوې اوازې حقیقت نه لري.

سمنګاني د جوزجان ولایت د امنیه قومندان سراج‌الدین احمدي له خولې لیکلي، د قوش‌تپې ولسوالي «ترکمن‌قدوق» کلي کې هېڅ داسې پېښه نه ده شوې چې خلک دې په زوره کډه کولو ته اړ اېستل شوې وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي ټينګار کړی چې د دوو قومونو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوې او ټاکل شوې چې د هواري لپاره یې یو پلاوی ورواستول شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې د قوش‌تپې ولسوالي اوسېدونکو ویلي، په زوره کډه کولو ته اړ شوې دي.

دوی ادعا کوي چې کورونه او زرګونه جرېبه ځمکه یې د کوچیانو له لوري نیول شوې او د اسلامي امارت د محلي مسوولانو له لوري اعتراض کوونکي بندیان شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې په ولایتونو کې د زور له لارې خلک کډه کولو ته اړ کېږي. له دې وړاندې د کندهار او دایکندي ولایتونو اوسېدونکو هم ادعا کړې وه چې اسلامي امارت د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام