د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د ترهګرۍ او افغانستان په اړه د دغه سازمان د دفاع وزیرانو غونډه به نن د دوه ورځو لپاره په بروکسل کې جوړه شي. ټاکل شوې چې په دغه ناسته کې به له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو په اړه بحث او خبرې وشي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکباڼه وڅارئ
سټولټنبرګ زیاته کړې چې د ناټو غړي هېوادونه له لرې لارې د ترهګریزو ګواښونو سره د مقابلې توان لري. د ناټو سرمنشي ټينګار کړی چې دغه سازمان او متحدان به یې طالبان د ترهګرۍ، بشرحقونو او له افغانستان څخه په خوندي توګه د افغانهمکارانو د وتلو په اړه د خپلو کړیو ژمنو لپاره ځواب ویونکي وي.
په ورته مهال سټولټبرګ ویلي چې نړۍواله ټولنه پر طالبانو اقتصادي او ډېپلوماتیک فشار لري. هغه څرګنده کړه چې د وضعیت روښانولو لپاره د دغه سازمان له لوري ارزونه پیل شوې او نن به په دغه ناسته کې د ناټو دفاع وزیران له نړۍوالې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پر یووالي ټينګار وکړي.