نږدې یوه اوونۍ کېږي چې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار برښنا پرې شوې او د دغه ښار اوسېدونکي له  ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي چې لامل یې په یاد ولایت کې د تېلو نه‌شتون او د برښنا شرکت له لوري د تېلو د قراردادي شرکت پور نه ورکول دي.

په فیروزکوه ښار کې د برښنا له پرې کېدو وروسته په دغه ښار کې د برښنايي وسایلو پر هټیو ګڼه ګوڼه ډېره شوې.

د سلام‌وطندار پښتو  فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عبدالظاهر چې د فیروزکوه ښار اوسېدونکی دی او د برښنايي توکو یوې هټۍ ته د توکو پېرلو لپاره رغلي، وایي چې د برښنا د نه‌شتون له امله اړ دی چې سولر او بټرۍ واخلي او د کور د نورو وسایلو ترڅنګ، ټيلیفون، کمپیوټر او ټلویزیون چارج کړي، څو د نړۍ له وروستیو بدلونونو خبر شي.

عبدالظاهر زیاتوي، یوه اوونۍ کېږي چې برښنا یې پرې شوې او له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې یاده ستونزه ورته حل کړي او د خلکو کورونو بېرته روښانه کړي.

په همدې حال کې د فیروزکوه ښار یو‌شمېر اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، دوی د هر کیلوواټ برښنا په بدل کې ۳۰ افغانۍ ورکولې او د برښنا شرکت مسوولان باید دوی ته د شپې له‌خوا برښنا برابره کړي. دوی د اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کوي چې یاده ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.



په ورته مهال په غور کې د برښنا شرکت مسوولان د فیروزکوه ښار د برښنا پرې کېدل، د تېلو نه‌شتون او د برښنا شرکت له لوري د تېلو قراردادي شرکت ته د پور نه ورکول په کوته کوي.

په غور کې د برښنا شرکت عملیاتي مدیر احمد فیروزکوهي وایي، تر هغو چې د برښنا شرکت تړل شوي حسابونه بېرته ازاد نه شي، نه شي کولای خلکو ته برښنا ووېشي.

هغه وایي، «له بده مرغه همدا د ډیزلو جنراتورونه دي چې د فیروزکوه ښار ته به یې برښنا ورکوله. مونږ له بازار څخه ۲۰۰۰۰ لیټره تیل برابرول، البته ۱۰۰۰۰ مو مصرف کړي وو چې قراردادي شرکت راغی او له مونږ څخه یې د پیسو غوښتنه وکړه، مونږ له مرکز سره اړیکه ونیوله او چا ځواب را نه کړ، نو اړ شو چې جنراتورونه وتړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

غور د هېواد په لوېدیځ کې له هغهد ولایتونو څخه دی چې کلونه کلونه یې برښنا د ډیزل جنراتورونو له لارې برابرېده. که څه هم په وار ورا د دغه ولایت اوسېدونکو د اوبیزې او لمریزې برښنا د برابرولو لپاره په یاد ولایت کې اعتراضونه او لاریونونه کړي، خو د مخکیني حکومت له ژمنو سره سره یاده ستونزه نه ده هواره شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام