د کندوز د روغتیا ریاست مسوولان وایي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د جګړو له امله په دغه ولایت کې نېږدې  ۲۵۰ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.  د کندوز د روغتیا رییس احسان‌الله فضلي سلام‌وطندار ته ویلي چې د وروستۍ یوې اوونۍ په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغه ولایت حوزوي روغتون ته ۲۱مړي او ۲۲۵تپیان ور وړل شوي دي.

  فضلي ویلي چې د ۲۲۵ ټپیانو له ډلې یې ۱۶۰ملکیان له درملنې وروسته رخصت کړي او اوس مهال په دغه روغتون کې ۶۵ملکیان چې د جګړو له امله ټپیان شوي‌وو په دغه روغتون کې بستر دي.

د کندوز حوزوي روغتون کې بستر شوي ناروغان په دغه ولایت کې له رامنځ ته شوي وضعیت څخه اندېښنه څرګندوي او د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې اوربند وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسوک‌پاڼه وڅارئ

د کندوز اوسېدونکی او په روغتون کې بستري میرویس وایي چې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو د نښتو له امله یې مرمۍ پر پښه لګېدلې او په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دی. هغه د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې جګړه ودروي او سوله وکړي.

په همدې حال  کې د کندوز ښار د امام صاحب د بندر اوسېدونکی حبیب‌الله وایي چې پر کور یې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله یې لاسونه تپي شوي او درې ورځې کېږي چې په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دی. نوموړی وایي چې په دغه پېښه کې یې کوچنی ورور وژل شوی او یوه خور یې ټپي ده.

په ورته وخت کې د کندوز د پولیسو ویاند انعام‌الدین رحماني وایي چې د وسله‌والو طالبانو په وروستیو بریدونو کې ډېری زیان ملکیانو ته اوښتی او په خبره یې، طالبانو په جګړه  کې د عامو ځایونو د وېجاړولو، د ملکیانو پر کورونو د راکیټ مرمۍ بریدونو او د استوګنې له کورونو څخه د ډال په توګه کار اخیستلو سره عام خلک ډېر زورولي او دوی ته یې زیان رسولی دی.



بل‌خوا د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد په جګړه کې د طالبانو له لوري ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې ادعا ردوي او وایي چې د دې ډلې بریدونه پر نظامي مرکزونو دي چې ملکي وګړو ته پکې زیان نه رسېږي.

د هېواد په شمال کې د کندوز ښار له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختې جګړې شاهد وو. طالبانو په دې موده کې د کندوز یو‌شمېر ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي، خو امنیتي ځواکونو د کندوز په ښار کې د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې کلک مقاومت کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام